شاته

کرونا ویروس ; ټرمپ د لومړي ځل لپاره ماسک وتاړه

سره لدې چې د کروناویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې نیولي او مړه کړیدي، خو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د شنبې تر ورځې، جولای ۱۱(چنګاښ ۲۱) پورې په عامه ځایونو او غونډو کې ماسک نه تاړه.

د امریکا جمهور رئیس پرون د والټر ریډ ملي نظامي روغتیایي مرکز ته ولاړ چې په جګړې کې د ټپي شویو امریکایي عسکرو او د روغتیایي خدماتو د یو شمیر کار کوونکو سره وګوري. امریکایي مطبوعاتو د ښاغلي ټرمپ تصویرونه خپاره کړي او لیدل کیږي چې هغه د لومړي ځل لپاره ماسک تړلی.

ښاغلي ټرمپ پخوا ویلي وو چې د ماسک تړل یا نه تړل د هر چا خپله خوښه ده. هغه پخپله هم ماسک نه تاړه او د امریکا د ولس نه یې هم د ماسک د تړلو غوښتنه نه وه کړې خو دایې ویلي و چې په هغو ځآیونو کې به ماسک تړي چې د خلکو سره واټن ونشي ساتلی.

د امریکا جمهور رئیس روغتون ته د تګ نه وروسته په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: " کله چې تاسو روغتون ته ځئ، د ډیر شمیر عسکرو سره خبرې کوئ، یا داسې کسان وینئ چې تازه د عملیاتو د خونې نه راوتلي وي، نو دا غوره دی چې ماسک وتړل شي. "

د امریکا د جان هاپکنز د پوهنتونو د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس په ټولې نړۍ کې د یکشنبې، جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) تر ورځې پورې ۷.۱۲ ملیونه کسان نیولي او د نیم ملیون نه زیات کسان یې مړه کړیدي.

دغه ویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې نیولي او مړه کړیدي. کرونا په امریکا کې ۲.۳ ملیونه کسان نیوي او ۱۳۴ زره یې مړه کړیدي.