شاته

دغبن په تورونو له حکومتي څوکۍ لرې کړل شوی اجمل وزیر څه وایي ؟

دغبن په تورونو دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شوي دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی داطلاعاتو پخواني ځانګړي معاون اجمل وزیر په ځان لګول شوي تورونه رد کړي اؤ وایي ځېنو خلکو په میدان دهغه مقابله نه شوه کولی نو دسازش دلارې یې ورله دمخې نیولو هڅه وکړه.

خو دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز بیا ویلي دي چې وزیراعظم عمران خان په یو یو وزیر نظر ساتلی اؤ دکوم وزیر په ضد چې هم ثبوتونه مخې ته راځی نو په ضد به یې سخت ګامونه اخستل کیږي.

داطلاعاتو اؤ ضم شوؤ قبائیلي سیمو دپاره دخیبر پښتونخوا د وزیراعلی ځانکړی معاون اجمل وزیر دخالي په ورځ وروسته له هغې دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شوی چې داشتهارونو دیوې کمپنۍ استازي سره دهغه ثبت شوې خبرې په ټولنیزو رسینو مخې ته راغلې.

له دغو خبرو څخه داسې تاثر اخستل کیږي چې ګنې اجمل وزیر داشتهاراتو کمپنۍ ته د دولتي اشتهارونو ورکولو په بدل کې هغوئ نه دکمیشن اخستو ساز باز کوي ، خو اجمل وزیر وایي چې دغه اډیو یا غږییز کلیپ کې لاسوهنه شوې ده.

دخپلې څوکۍ څخه له لرې کیدو وروسته په سوشل میډيا خپور شوي خپل یو ویډیو بیان کې اجمل وزیر ویلي هغه کله هم غبن نه دی کړی بلکې په ایماندارۍ سره یې خپله ورسپارل شوې دنده سرته رسوله.

اجمل وزیر وایي کوم غږییز کلیپ چې مخې ته راغلی هغې کې سخته لاس وهنه شوې ده، دهغه یوه خبره پکې له یو ځائ څخه راخستل شوې اؤ بله پکې دبل ځایه اخستل شوې.

“دا داسې ده چې لکه یو څوک له تا څخه دیو څه په بابله پوښتنه کړي ،ته دهغې جواب ورکړې اؤ ستا ځواب بیا هغه له دغو خبرو غوڅ کړي اؤ‌ له نورو خبرو سره یې وتړي”

اجمل وزیر زیاتوي هغه چمتو دی چې په ځان لګول شوؤ تورونو ته ځواب ووایي اؤ وایي ډير زر به دهغه چا نومونه اؤ موخې مخې ته راوړي چې دهغه په ضد یې دغه سازش جوړ کړی دی.

د وزیراعلی پخواني معاون ویلي دهغه په ضد په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو یو اړخیزه پروپیګنډې پیل شوي دي خو دې ته څوک نه ګوري چې هغه د کرونا وایرس په جریان کې شپه اؤ ورځ کار کړی اؤ خپل ژوند اؤ خطراتو ته یې نه دي کتلي خو په روغتونونو ګرځېدلی اؤ دحکومتي اوامرو پځائ کولو هڅه یې کړې ده.

داجمل وزیر دغبن په تورونو دڅوکۍ نه په لرې کیدو په ټولنیزو رسنیو هم تاوده بحثونه روان دي اؤ ګڼو ټولنیزو فعالانو اؤ حکومت مخالفه سیاسي مشرانو دتحریک انصاف په حکومت نیوکې کړي چې دغبن په نوم خپل مخالفین ځوروي خو خپل وزیران یې په غبن کې ککړ دي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز دغو تورونو ته په ځواب کې ویلي مونږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کولو چرته چې دا هرځه شتون لري.

اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې هغه ویلي اجمل وزیر د وزیراعظم عمران خان لخوا له څوکۍ لرې کړل شوی اؤ دهر وزیر په ضد چې ثبوتونه مخې ته راځي په ضد به یې ګامونه اخستل کیږي.

هغه ویلي دتحریک انصاف حکومت به په غبن کې ککړ یو شخص هم نه پریږدي.

خو په ټولنیزو رسنیو بیا ګڼو حکومت مخالفه سیاسي مشرانو بیا تورونه لګولي چې دعمران خان په حکومت کې چې څوک هم په غبن کې ککړ پاتې شوی نو داحتساب ملي ادارې نیب اؤ وزیراعظم عمران خان پرې سترګې پرې ځان ناجاڼه کړی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي