شاته

ټرمپ د خپل اوږدې مودې مشاور راجر سټون د بند سزا ختمه کړې ده

د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ د صدراتي اختیاراتو کارولو سره خپل سلاکار او د اوږدې مودې ملګري راجر سټون سزا ختمه کړې ده.

راجر سټون ته د امریکا انصاف وزارت د امریکا 2016 کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د پلټنو کې په خنډ جوړولو او نورو تورنو له کبله درې کاله او څلورمیاشتو بند سزا اورولی وه.

د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ له خوا په یوه بیان کې ویل شوي: "راجرسټون د مخکې نه د لوی تکلیف نه تېر شوی دی."

د سپینې ماڼۍ بیان زیاتوي: "د هغه سره ډېر غیر عادلانه چلند شوی دی ، لکه څنګه چې پدې قضیه کې ډیرو نورو سره هم. راجر سټون اوس ازاد سړی دی!".

د امریکا قانون صدر ته دا واک ورکوي چې د مواخذی نه علاوه د امریکا په ضد جرم کوونکي کسان معاف کړي.. خو د صدر ټرمپ مخالفینو پر ټرمپ تور پورې کړی چې خپلو نږدې ملګرو ته یې د انعام ورکولو دپاره د دغه اختیار څخه ناوړه ګټه پورته کړې.

د ولسمشر لخوا د سزا معاف کېدو سربیره راجرسټون جرم ختم شوی نه دی خو البته هغه د جیل د تلو نه به بچ شي.

راجر سټون د څو لسیزو نه د ولسمشر ټرمپ سلاکار دی. هغه د2016 کال د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پر مهال د ټرمپ سره وو. نوموړي په مختلفو وختونو کې د بخښنې لپاره خپله هیله څرګنده کړې وه. څو ورځې وړاندې هغه په خپل انسټاګرام پوسټ کې لیکلي وو چې د هغه ژوند به تباه شي که هغه د کورونا ناروغۍ پرمهال جیل ته لاړ شي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سټون ته په ورکړل شوې سزا ناخوښي ښودلی وه او د ختمولو اشارې یې ورکړی وی. ټرمپ په خپل یو ټویټ کې لیکلي وو د سزا دې " وغورځول شي" او د امریکا د انصاف وزارت لخوا په اول سر کې راجر سټون ته د اوو نه تر نهو کلونو پورې په بند کې د ساتلو سزا وحشتناکه او بې انصافی وه.

د ټرمپ ټویټونه د دې لامل شو چې د هغه خپل لوی څارنوال ویلیم بار د هغه په رټلو مجبور کړو. بار د دې کال په لومړیو کې وویل چې د ولسمشر څرګندونې "د ده لپاره ناممکنه کړې" چې خپل کار ترسره کړي.

خو وروسته بیا ویلیم بار د سټون دپاره د کمې سزا وړاندیز وکړو ، خو د دغه خبری نه انکاري وو چې هغه د ټرمپ نیوکې ته ځواب ویلای.