شاته

د اماراتو هوایي چلند شرکت لسمه برخه کار کوونکي کم کړي

د منځني ختیځ د ټولو ستر هوایي شرکت، امارات ایرلاین اعلان کړی چې د کرونا ویروس د وبا له وجې یې لسمه برخه مامورین کار نکوي او ښایي چې دا شمېره ۱۵فیصده شي.

په راپور کې چې نن شنبه، جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۱) خپور شوی، راغلی چې ښایي د دې شرکت نهه زره کسان بې روزګاره شي. د اماراتو هوایي شرکت د مارچ د میاشتې په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر فعالیت بند کړ.

د کرونا د وبا د راتګ نه وړاندې د اماراتو هوایي شرکت شاوخوا شپیته زره کار کوونکي درلودل او د نړۍ ۱۷۵ غټو ښارونو ته یې هره ورځ پروازونه درلودل. د شرکت رئیس ټیم کلارک ویلي چې ښایي د اګست د میاشتې تر نیمایي پورې محدود شمیر ښارونو ته یې پروازونه پیل شي.

ښاغلي کلارک ویلي چې ممکن څلور کاله وخت به ونیسي چې د شرکت فعالیتونه یوه اندزه عادي شي.

د هوایي ترانسپورت نړیوالې اتحادیې هم ویلي چې هوایي شرکتونه ممکن سږ کال د کرونا ویروس له وجې د محدودیتونو له وجې ټول ټال ۸۴ ملیارده ډالر ګټه د لاسه ورکړي.

د اتحادیې د معلوماتو له مخې د هوایي شرکتونو خالصه ګټه هیڅکله دومره کمه نه وه.