شاته

کرونا وایرس له امله په پاکستان کې سیاحت سره تړلي نهه لکه روزګارونه ختمېدلی شي

په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله د ساحت صنعت سره تړلې نهه لکه روزګارونه ختمېدلی شي. دا خبره نړیوال بېنک په خپل یو ورستي رپورټ کې کړې ده.

نړیوالو بېنک ویره څرګنده کړې ده چې د پاکستان ترڅنګ په جنوبي اېشیا کې د سیاحت سره تړلي په مجموعي توګه یو کروړ او ۷۷ لکه روزګارونه لمنځه تللی شي او سیمه د اربونو ډالرو اقتصاي زیان سره مخامخ کېدلی شي.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د کرونا وایرس له امله په سفرونو د بندیزونو په سبب د نړۍ د نورو ملکونو ترڅنګ د پاکستان د سېلګرۍ صنعت هم متاثر شوی دی او د ملک په اقتصاد یې منفي اثر کړی دی.

د ورلډ بېنک د رپورټ ترمخه په سیاحت کې کمي په سبب پاکستان د درې ارب او ۶۴ کروړ ډالرو نقصان سره مخامخ کېدی شي او د سیاحت په مد کې نهه لکه روزګارونه ختمېدلی شي.

رپورټ وايي په هندوستان کې د کرونا وایرس له امله د سېلګرۍ سره وابسته ۹۰ لکه کسان زورګارونه بېللی شي او د هېواد خزانه د ۴۳ ارب او ۴۰ کروړ ډالرو زیان سره مخامخ کېدلی شي.

ورلډ بېنک وايي پاکستان د سېلګرۍ په مد کې اقتصادي نقتصان د کموولو په خاطر یو شمېر ګامونه پورته کړي چې پکې په ټېکسونو کې ریاعت هم شامل دی.

اقتصاد پوهه عابد سلهري وي او ای اردو ته وویل په پاکستان کې امن او امان د کړکېچن صورتحال له امله د ملک د سیاحت صنعت د وړاندې نه هم د مشکلاتو سره مخامخ و. هغه وویل که څه هم پاکستان ته د خارجي سېلانیانو راتګ شروع شوی وی خو لکه د نېپال، سري لنکا او مالدېپ په رنګ د سیمې د نورو ملکونو په مقابل کې پاکستان ته د راتلونکو غیرملکي سیاحانو تعداد ډیر کم و. هغه وویل پاکستان ته راتلونکو زیارتره سېلګرو کې هغه پاکستانیان شامل وي چې بهر مېشته دي او خپلوانو سره لیدو دپاره پاکستان ته راځي او بیا ملک دننه د سیاحت دپاره ګرځي.