شاته

امریکا کې د کرکټ‌ یو لوی لیګ ته نوملیکنه پیل شوه

د امریکا د متحدو ایالاتو د کرکټ د ادارې چارواکو اعلان کړی چې بله میاشت(اګست) کې به د کرکټ‌ یو لوی تجارتي لیګ پیلوي.

د دغه لیګ نوم (مینر لیګ کرکټ- Minner League Cricket) او د متحدو ایالتونو د ۲۴ ښارونو د کرکټ لوبډلې به په کې سیالۍ کوي.

د دغه لیګ په رسمي ویبسایټ کې لیکل شوي چې د شلو اورنو دا سیالۍ به د اګست په میاشت کې پیل شي، ۷ اونۍ به روانې وي‌ او ۱۵۵ لوبې به په کې کیږي.

د سیالیو تنظیموونکو په امریکا کې د ننه او د باندې د کرکټ مسلکي‌لوبغاړو ته اعلان کړی دی چې که غواړي په دغه ټورنمنټ کې برخه واخلي، نوم لیکنه دې وکړي. نوملیکنه د دغه لیګ په ویسبایټ کې کېږي.

په هرې لوبډلې کې به ۱۸ لوبغاړي وي چې درې یې نړیوال لوبغاړي،‌ ۱۲ د امریکا د کرکټ د ځايي لوبډلو غوره لوبغاړي او درې نور به د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۱ کلنو لوبدلې غوره لوبغاړي وي.

د لوبغاړو له نوملیکنې وروسته بیا د ټولو لوبغاړو نومونه بولي ته وړاندې کیږي ‌او د هغوی لوبو او وړتیا ته په کتو به په پېسو اخیستل کیږي. لا د لوبغاړو قیمتونه مشخص شوي نه دي.

ذکي سلطاني د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړی و
ذکي سلطاني د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړی و

افغان لوبغاړی په دغه لیګ کې

که څه هم د دغه لیګ سیالیو ته نوملیکنه پيل شوې ده، خو یو افغان لوبغاړی ذکي سلطاني وايي چې دغه لیګ ته غوره شوی دی. نوموړی د سان فرانسیسکو په ټیم کې لوبیږي. ذکي سلطاني د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ د لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی بریک بالر دی او په چپ لاس بېټېنګ کوي. ذکي سلطان اوس په امریکا کې ژوند او کرکټ کوي.

نوموړی وايي چې په خپل ښار کې په داخلي سیالیو کې غوره لوبغاړی شوی و چې اوس دغو سیالیو ته وار دمخه غوره شوی دی.

ښاغلي ذکي امریکا غږ ته وویل چې هغه تېرکال په ۱۰ لوبو کې ۲۸ویکټې اخیستې وې او ۱۷۰ منډې یې کړې وې. دی غوره بالر ګڼل شوی و.

ذکي سلطاني هیله وښوده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د کرکټ ملي لوبډلې ته لار وکړي‌ او هلته نړیوالې لوبې وکړي.

ذکي سلطاني د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړی و
ذکي سلطاني د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړی و

امریکا تېرکال د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو امتیاز ترلاسه کړ. په امریکا کې په دې وروستیو کلونو کې کرکټ مخ په ودې روان دی.

تېرکال د ډسمبر په میاشت کې د «یو اس اوپن» په نامه شل اوریز تجارتي لیګ هم په کې وشو.

په دغه لیګ کې د افغانستان د ملي‌ او الف لوبډلو لوبغاړو حشمت الله شهیدي، افسر ځاځي، محب الله اوریاخیل، نوین الحق، ضیاالرحمن او نواز خان هم ولوبېدل.