شاته

د پېښور په سکول د بريد د عدالتي کمېشن پلټنيز رپوټ سپريم کورټ ته وړاندې کړی شوی

د پېښور هایکورټ جوړ عدالتي کمېشن د پېښور په سکول د برید د پلټنو رپوټ سپريم کورټ ته ورکړی دی، د پېښور هايکورټ د یو کسيز جج دا کمېشن په کال 2018م کې جوړ شوی ؤ.

د پېښور په سکول په کال 2014م کې پاکستاني طالبانو بريد کړی ؤ، په دې ترهګر بريد کې د 150 پورې کسان وژل شوي چې زیاتره پکې د سکول زده کوونکي وو.

په کال 2018م کې د هغه وخت د سترې محکمې مشرقاضي (د سپريم کورټ چيف جسټس) ميا ثاقب نثار د اپرېل په مياشت کې هغه وخت د دغه پېښې نوټس اخيستی چې کله په پېښور هايکورټ کې د يوې اورېدنې په مهال په سکول کې د وژل شوؤ څو ماشومانو ميندې پلاران د هغه کمرې ته په احتجاج ورننوتي وو.

بيا د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د اکتوبر په مياشت کې يې په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

د پېښور هايکورټ جسټس محمد ابراهيم یو کسيز کمېشن جوړ کړی شوی او سترې محکمې په شپږو اوونيو کې د پلټنو رپوټ غوښتی ؤ.

د پېښور په سکول ترسره شوي ترهګر بريد کې د وژل شوي يو ماشوم پلار فضل خان اېډوکېټ وايي دا رپوټ پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په سپريم کورټ کې جمع کړی شوی دی کوم چې ډېر وروسته کړی شو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د شپږو اوونيو په ځای د دې رپوټ په بشپړ کېدو کې د دوه کاله مودې نه زیاته موده تېره وشوه، دوېم دا چې د جون د مياشتې په درېمه نېټه د دې کمېشن د پلټنو پوره کېدو ويل شوي ؤ خو دا بيا هم يوه مياشت وروسته کړی شو، هسې نه په دې کې ګوتې وهل شوي وي.

فضل خان وويل دا بند رپوټ جمع شو پکار ده چې دا رپوټ عام کړی شي او خلکو ته ټول هر څه مالوم شي، اوس به عدالت په دې کې زمه وار په ګوته کوي او حکومت ته به د هغو خلکو پرضد د قانوني چلند لارښوونه کوي خو دوی نه ګڼي چې داسې به وشي ځکه چې د نوموړي په وېنا په پاکستان کې کله هم د کمېشنو يا کمېټيانو رپوټونه نه خو عام شوي او نه زمه وار په ګوته شوي او ښکاره سزاوار کړی شوي دي.

د عدالت لخوا د ياد کمېشن د جوړولو په امر د وژل شوؤ ماشومانو ميندو او پلارانو هغه وخت ویلي ؤ څلور کاله وروسته د دوی غوښتنه واورېدل شوه، او ورسره يې دا خبره هم کړې وه که دوی د کمېشن څخه مطمئن نه شو دغه کېس به ملګرو ملتونو ته وړي.

د ډان د رپوټ ترمخه د کمېشن وياند انعام الله خان خبريالانو ته ویلي د کمېشن پلټنيز رپوټ نزدې په 3000 صفحو جوړ دی چې پکې د ګټو کسانو بيانونه او دستاویزات هم شامل دي.

هغه ويلي کمېشن په پلټنو کې د 31 پوليس او پوځي افسرانو په ګډون د 132 کسانو چې پکې د پېښې عېني ګواهان او د وژل شوؤ ماشومانو مېندې پلاران شامل دي، د هغو بيانونه ريکارډ کړي دي.

ويل شوي کمېشن د پېښور د کور کمانډر لفټننټ جنرل هدايت الرحمان، د پوځ د انتظام لاندې تعليمي ادارو د مشر بريګيډير مدثر اعظم سره د نورو پوځي او پولیس لوړ پوړو بيانونه ريکارډ کړي دي.

د ياد پلټنيز رپوټ د عام کېدو په اړه خبريال وسیم احمد شاه وايي دا ختمي خبره کول به ګران وي چې سپريم کورټ به دا رپوټ به عام کړي که نه کړي، خو په دې کمېشن او نورو کمېشنو کې دا فرق دی چې کمېشن حکومت جوړوي خو دا کمېشن عدالت جوړ کړی ؤ.

هغه وويل پکار خو ده چې د کمېشن رپوټ عام شي او خلکو ته اصل حقيقت مالوم شي چې د دې پېښې اصل زمه وار څوک ؤ چې امنيت يې نه ؤ خوندي کړی او ترهګر په سکول باندې بريد کې کامياب شوي وو.

د پېښور په سکول په ترهګر برید کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې پلاران د پېښې د وخت نه دعوه کوي چې صوبايي او مرکزي حکومت د وړاندې نه خبر کړی شوی ؤ چې تحریک طالبان پاکستان په ارمي پبلک سکول يا د پوځ د انتظام لاندې تعلیمي ادارو باندې بريد کولی شي، بيا ولې د امنيت دپاره کوټلي ګامونه نه ؤ پورته کړی شوي؟.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.