شاته

بغلان کې د ملي اردو 'سوپرټکانو' الوتکه لوېدلې ـ دفاع وزارت

افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوه A-29 نظامي الوتکه د تعلیمي ماموریت پر مهال غورځېدلې ده.

دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغې الوتکې پرون پنجشنبه۱۲ بجې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.

بیان وايي چې د یادې پېښې له امله پیلوټ ته زیان نه دی رسېدلی.

پر همدې مهال د بغلان د والي ویاند نذیر نجیم هم پرون پنجشنبه امریکا غږ ته وویل چې دغه سوپرټکانو الوتکه تیره ورځ د دوشي ولسوالۍ په اسکان دره کې غورځېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پېښه کې یوازې پیلوټ ټپي شوی او په الوتکه کې نور څوک نه و.

هغه زیاته کړه: "د دوشي ولسوالۍ په اسکان دره کې د پامیر قول اردو یوې سوپرټکانو الوتکې سقوط کړی دی، په طیاره کې له پیلوټ پرته نور څوک نه و، پیلوټ د پراشوت په وسیله ځان ژغورلی دی،وروسته یې د پامیر قول اردو مسؤلین سیمې ته تللي دي، د پیلوټ روغتیا د ډاډ وړ ده،دغه طیاره د پامیر قول اردو د تعلیمي برخې اړوند وه."

خو سیمه ییزې سرچینې بیا وايي چې په دغه سیمه کې یوه بهرنۍ الوتکه لوېدلې ده.

د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري امریکا غږ ته وویل چې د دوشي ولسوالۍ په اسکان دره کې یوه بهرنۍ الوتکه لوېدلې ده.

هغه وویل چې د لوېدلې الوتکې پیلوټ په بهرنۍ ژبه خبرې کولې، خو دا یې نه دي ویلي چې په کومه ژبه.

نوموړي زیاته کړه: "الوتکه سقوط کوي، د سیمې خلک ځان د پېښې ځای ته رسوي او پیلوټ ژغوري، پیلوټ د بهرنۍ ژبې پرته په نورو ژبو خبرې نشي کولای، خلکو پيلوټ د سیمې روغتیايي مرکز ته وړی او دغه طیاره په وسلو او مهماتو بار وه."

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر دامهاله د دوشي د ولسوال د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.