شاته

تیر۲۴ ساعتونه افغانستان کې۲۸۶تنه په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه جولای۱۰(چنګاښ۲۰) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۷۴۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۸۶ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۴۱۹۴ ته پورته شوو.

له یادو پېښو څخه ۸۳ په کابل، ۸۱ هرات، ۹بلخ، ۱ ننګرهار، ۳۰بامیان، ۵ تخار، ۳ بغلان،۳۰ بادغیس،۲ لوګر،۵ کندز،۲ پروان،۱۶ دایکندي،۳ میدان وردګ،۱ لغمان،۲ پنجشیر او ۱۳ غور ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ په تیره یوه شپه او ورځ کې د هیواد په څلورو ولایتونو، کابل، هرات، تخار او میدان وردګ کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۹۷۱ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کې ۴۱ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۰۸۸۲ تنو ته پورته شوو.

تیره ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزاریر ډاکټر احمو جواد عثماني وویل چې د تیرې یوې نیمې میاشتې په پرتله په دغه هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو د ثبت کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې تر غرمې جولای ۱۰ (چنګاښ ۲۰) پورې ۵۵۴۹۸۸کسان مړه کړي او څه باندې دوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.