شاته

امریکا د پاکستان د پي آی اي په پروازونو بندیز ولګاوه

د اروپایي هیوادونو نه وروسته د امریکا متحده ایالاتو هم د پاکستان د نړیوال هوایي چلند (پي آی اې) په پروازونو بندیز ولګاوه.

پي آی اې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا د هوایي چلند مسؤلینو د پاکستان د هوایي چلند د ادارې د څرګندونو نه وروسته چې ویلي یې و "تقریباً نیمایي" پیلوټان یې جعلي اسناد لري، دغه هیواد ته د پي آی اې پروازونه بند کړل.

پي آی اې د پیلوټانو د جعلي اسنادو د موضوع په هکله تحقیقات پيل کړي. د دې شرکت یوه ویاند ویلي چې د تحقیقاتو په لومړي پړاو کې ۱۷ پیلوټان د دندو نه ګوښه شويدي.

د امریکا د ترانسپورت وزارت پي آی اې ته د یو کال لپاره ځانګړي جواز ورکړی و چې هغه پاکستاني اتباع بېرته هیواد ته یوسي چې د کرونا ویرس د وبا له وجې په امریکا کې ګیر پاتې و.

د عربي متحده اماراتو د هوایي چلند د ادارې رئیس سیف محمد الصوایدي هم د پاکستاني پیلوټانو، د الوتکو د ترمیم کولو انجینرانو او د پرواز د مسولینو د اسنادو د اعتبار د ارزولو غوښتنه کړې چې پدې هیواد کې په کار بوخت دي.

دغه ټولې موندنې د هغو پلټنو په ترڅ کې رابرسیره شوې چې پلټونکو د مۍ د میاشتې په ۲۲ د کراچۍ هوایي ډګر ته نژدې د یوې ایربس ۳۲۰ الوتکې د ټکر او غورځیدلو په هکله څیړنې کولې چې پکې۹۷ کسان مړه شوي و.

وروسته تر هغه چې د پي آې اې یوه الوتکه د مې د میاشتې په ۲۲مه د کراچۍ په ښار کې د خلکو په کورونو ولویده او ۹۷ کسان پکې مړه شول، حکومت د پیلوټانو د اسنادو په هکله د تحقیقاتو امر وکړ.

د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرورخان د تحقیقاتو د نتیجې د اعلان پر وخت پارلمان ته وویل چې د ۸۶۰ پیلوټانو نه د ۲۶۰ یې اسناد جعلي دي او یا یې په آزموینه کې نقل کړي.