شاته

امریکا ته د پي آئی اې په خاصو پروازونو هم پابندي ولګېده

امریکا د پاکستان د هوابازۍ قامي کمپنۍ (پي آئي اې) هغه اجازت نامې منسوخې کړې دي په کوم چې د پي آئی اې جهازونه به چارټر یا بسته کرایه شوي نېغ په نېغه پروازونه امریکا ته کول. دا خبره د امریکا د ټرانسپورټ وزارت کړې ده او ویلي یې دي چې د دې کار وجه د د پاکستاني پایلټانو د لایسنسونو په هکله د هوابازۍ وفاقي ادارې (اېف اې اې) فکرمندۍ وې.

د امریکا د ټرانسپورټ وزارت په تېر اپریل میاشت کې پي آئی اې ته خاص اجازت ورکړی و چې د کرونا وبا په وجه امریکا کې د ګېرپاته شویو پاکستاني شهریانو د انتقال په خاطر دې د پاکستان او امریکا ترمنځ ۱۲ نېغ په نېغه پروازونه وکړي.

د ډان ورځپانې په حواله، پي آئې اې له هغه مهاله تر اوسه امریکا ته شپږ داسې نېغ په نېغ فلایټونه کړي دي. مخکې تر دې پې آئی اې هېڅکله امریکا ته داسې پروازونه نه و کړي.

د امریکا د ټرانسپورټ وزارت، د پي آئی اې طیارو د فلایټونو د پخواني خاص اجازت د منسوخه کېدو حکم چې د جولائي په اوله نېټه جاري شوی دی، راېټرز خبري ادارې ته ښودلی دی.

د پاکستان جیو نیوز ټي وي رپوټ ورکړی چې پي آئی اې د امریکا لخوا د دې نوې پابندۍ پخلی کړی او ویلي یې دي چې پي آئی اې به په دې کمپنۍ کې دننه د اصلاحاتو په لړ کې، دغو فکرمندیو ته رسیدګي وکړي.

پس له هغه چې پاکستان د خپلو پایلټانو د جعلي اسنادو په اړه وپوهېده، تېره میاشت یې قریب یو په درېیمه شمېره خپل پایلټان له کاره ګوښه کړل. پر دې سربېره، د یورپي اتحاد د هوابازۍ د مصؤونیت ادارې هم د دې اتحاد ملکونو ته د پي آئی اې پروازونه د شپږو میاشتو دپاره منعه کړل.

د پاکستان د هوابازۍ یا سول اېوي ایشن وزیر غلام سرور تیره میاشت پارلیمان ته ویلي وو چې په ۸۶۰ پاکستاني پایلټانو کې ۲۶۰ پایلټانو په غير مناسب ډول لایسنسونه یا د جهاز الوځولو اجازت نامې ترلاسه کړي او د کار نه به لرې کړل شي.

هغه ویلي وؤ مشکوکو اسنادو لروونکو پایلټانو کې د پي ايي ای ۱۴۱ پایلټان، د ایربلو نهه، د ایر سېرین ۱۰ او د شاهین ایرلاین ۱۷ پایلټان شامل دي.

خو دپاکستاني پایلټانو اتحاديي د حکومت په دې دعوو پوښتنې راپورته کړي چې لایسنسونه یا اجازت نامې یې مشکوکې دي او ویلي یې دي چې د حکومت په بیانونو کې تضادات موجود دي او په دې اړه دې عدالتي تحقیقات وشي.