شاته

نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک وايي، د کرونا ویروس د منفي اغېزو د له منځه وړلو او زیانمنو شوو خلکو ته د اسانتیاو رامنځته کېدو په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته کوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ د دفتر رئیس ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو د دغه هیواد پر روغتیايي، اقتصادي او ټولنیز سکټور «فوق العاعده» منفي اغېز کړی چې له امله یې د دغه هیواد اقتصادي وده او ملي عواید کم شوي دي.

نړیوال بانک پرون پنجشنبه د جولای ۹(چنګاښ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه بانک مدیره پلاوي د اړمنو خلکو د لاس نیوي په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ ملییون ډالرو په ارزښت دغه وړیا مرسته پرون پنجشنبه تصویب کړه.

د نړیوال بانک لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یادې وړیا مرستې ۱۰۰ میلیون ډالر یې د نړیوال بانک د پراختیايي ادارې او ۱۰۰ میلیون نور د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه ورکول کیږي.

یاد بانک وايي، تمه ده چې د افغانستان حکومت په دغه هیواد کې د ټولنیز اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف د اغېزمنو پالیسي ګانو په عملي کولو سره دغه مالي مرسته د برېښنا انرژۍ د تامینولو، د څښاک اوبو ته د لاسرسي او د مخابراتي خدمتونو په برخه کې په ښه ډول ولګوي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي:" تمه کېږي، چې د دې پروګرام په پلي کېدو سره پر زیانمنونکو کورنيو د دغه بحران منفي اغېزې له منځه لاړې شي او د چټکې اقتصادي ودې له پاره اساسي ګامونه اوچت شي. نړیوال بانک د تېر په څېر ژمن دی، چې په دې سختو شرایطو کې د افغان ولس ترڅنګ ودرېږي."

د نړیوال بانک په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې په دې مرستې سره به پورونو او مالي سرچينو ته د وړو او منځنيو خصوصي تشبثاتو لاسرسی زیات شي.د روغتيايي کارکوونکو د خونديتوب په موخه او په ښوونځيو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتريخوالي په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو له پاره مشخص پروګرامونه طرح او عملي شي.

نړیوال بانک تر دې مخکې هم د کرونا وبا خپرېدو اغېزو سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته وکړه.

نړیوال بانک پر داسې مهال له افغانستان سره د خپلې مالي مرستې اعلان کوي چې په افغانستان کې شااوخوا ۳۴زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۹۵۷ نور ورڅخه مړه شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو چې وروسته نورې نړۍ کې هم په چټکۍ سره خپور شو.