شاته

ایا صوفیا میوزیم که جومات؟ د ترکي عدالت به د تاریخي ودانۍ فیصله کوي 

په ترکي‌ کې د شپږمې پیړۍ تاریخي او لرغونې ودانۍ ایا صوفیا د میوزیم یا د لرغونو اثارو ودانۍ پرېښودلو او یا جومات ته د اړولو فیصله به د ترکي عدالت په راروانو څو ورځو کې کوي.

خو د عدالتي فیصلې وړاندې د دغه تاریخي ودانې په سر د غربي هیوادونو او ترکي ترمنځه نه یواځې تاوتریخوالې پېدا شوی، د ترکي دننه هم ترکیان د ودانې د راتلونکې په اړه ویشل شوي.‌

ایا صوفیا په شپږمه پیړۍ کې د بیزانټائن سلطنت په وخت کې د عیسایانو عبادتځاې یا ګرجه وه، او بیا په ۱۴۳۵م کې په قسطنتونیا د سلطنت عثمانیه د قبضې ورسته سلطان محمت دغه ودانۍ د ګرجا پرځاې جومات وګرځولو.‌ خو په کال ۱۹۳۵م کې کمال اتاترک دغه جومات بیرته میوزیم یا عجائب ګهر اعلان کړو.

ترکي کې د کال ۲۰۰۵م راهسې وخت په وخت د ایا صوفیا نه د جومات جوړلو غوښتنې کیدلې او په کال ۲۰۱۸م کې یو اېيني عدالت دغه شان یو خواست رد کړی هم دی.‌

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جون د میاشتې په نهمه نیټه دغه ودانۍ په اړه اندیښنو ته په ځواب کې ویلي وو، د ترکي ادارې به مناسبه فیصله کوي.

٫٫ اوس دوي وايي چې ایا صوفیا جومات ته مه بدلوۍ. دوي د ترکي حاکمان دي او که مونږ؟ د ترکي خپلې ادارې دي. که داسې یو ګام پورته کول وي نو بیا واکمنې ادارې د دې لپاره تیارې دي. په ملک کې یو پارلیمان او مشاورتي شورا وجود لري. که دې ادارو څه هم فیصله وکړه نو انتظامیه به د دې عملي کولو لپاره ټول ګامونه پورته کوي.٬٬

په واشنګتن انسټیټیوټ کې د ترکي د چارو څیړنکار او د ٫٫ اردوان ایمپائر٬٬ د نوې ترکي باني مصطفا کمال په نامه د کتاب لیکوال سونر کږپتۍ وايي، اتا ترک د دغه تاریخي ودانۍ د میوزیم جوړولو سره د سیکولر یا ازاد خیاله ترکي مخ څرګند کړی وو خو نژدې ۱۰۰ کاله وروسته رجب طیب اردوان د دغې اپوټه کار کوي.‌

٫٫ زما په فکر اردوان د خپل محبوبیت د کمیدو په وجه د فشار لاندې دی، ځکه داسې مسلې راپورته کول غواړي د کومې د لارې چې خپل زاړه پالې ډله په خلکو کې پیژندلو یا مشهورولو، د مقامي شته منو د مخالفت د لارې ایا صوفیا ودانې ته داخلیدل غواړي.‌ خبره د لمانځه د ځاې نه ده او نه د جومات د ودانۍ ده. او نه یو داسې ځاې کې جومات ابادول دي چې هغه جومات نه دی. زما په فکر د خپل زاړه پاله او ښي لاسه ډلو د راویښولو لپاره دی (اردوان) د نورو په تاوان د مسلمان قام پرستۍ یا د ترکي د اسلامي پيژندګلو نه ګټې ترلاسه کول غواړي.٬٬

په اروپا او د ترکي دننه عیسایانو د ایا صوفیا ودانۍ جومات ته په اړولو سخت عکس العمل ښودلی او ویلي یې دي، دوي به داسې فیصله نه قبلوي.

ایکیومینکل پیټریارک بارتلومیو په لومړي ځل په کال ۲۰۱۶م کې د ترکي د مذهبي چارو مشر ته د لیږلي خط په حواله ویلي، د ایا صوفیا په اړه د دوي په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

٫٫ مونږ په دغه خط کې خبره راغونډه کړې وه چې مونږ په یوویشتمه پیړۍ کې دا د ایا صوفیا لپاره تاواني او نامناسبه ګڼو چې د خدايي حکمت دا علامت چرته چې د دواړو مذهبونو منونکي رایو ځاې کیږي او د خداي لویي ستايي هغه د شخړې او د مخالفت سبب وګرځي.٬٬

د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو ایا صوفیا یو تاریخي میراث بللې او د ترکي تاریخ پوهه او معلم ایدم ایلدم وایي دا یوه سیاسي فیصله ده.

٫٫ دا یو جهاني میراث دی. دا د نورو نه جدا په دې خبره دې چې دا د جومات نه هم زیات دی. ځکه چې دا یواځې جومات نه دی، دا یوه ګرجه هم ده او د زرګونو کالو پورې دا ګرجه وه. په کال ۱۹۳۴م کې دا ودانۍ د ټولو لپاره د یو شان ساتلو په خاطر دا په میوزیم د بدلولو لاره اویستل شوه. کومه چې یوه سیاسي فیصله وه. دا وخت مونږ یوه بله سیاسي فیصله ګورو چې د عجائب ګهر نه وړاندې حیثیت ته دا بیايي چې هغه یو جومات وو. نو دلته مسله دا ده چې دوي ودانې ته کوم حیثیت ورکول غواړې.‌ یوه شریکه ودانۍ چې د ټولې نړۍ سره شریکولوسوچ،‌ که نه په دې ودانۍ خپله دعوه یقیني کول غواړې.٬٬

هغه ترکیان چې د دغه ودانۍ په جومات بدلولو په حق کې دي وايي، د جومات ګرځیدو سره ددوي د زړونو ارمان پوره شي. د استنبول ښار یو اوسیدونکی رمضان ټیمبل وايي د جومات جوړیدو په اړه اندېښنې سمې نه دي.

٫٫ که دا بیرته جومات شو نو مونږ ته به خپل تاریخ بیرته ترلاسه شي. د جومات جوړیدو سره به په سېلګرۍ هیڅ اثر نه پریوځي او قام به د خپل جذباتي شتمنۍ په وجه یو ځاې شي.٬٬ د جومات پلویان وايي دا به دوي ته د خپلو فتوحاتو یاد تازه کوي او خپله پیژندګلو به ورکړي.

خو د استنبول ایزګي اوزبک په شان ترکیان چې په مذهبي بنیادونو اختلاف نه لري، وايي د لمونځونو لپاره په ترکي کې ډیر جوماتونه دي او هغه هم لا د خلکو نه دي ډک.

٫٫ زما په فکر په ملک کې د عبادت لپاره ډیر ځایونه یا جوماتونه دي. که د ملک د اقتصادي ګټو او سیلګرې نه د امدن په سترګه ورته وکتل شي نو زما په خیال دا هم عجائب ګهر یا میوزیم پاتې کیدل پکار دي.٬٬

څیړونکي وایي د ایا صوفیه شخړه یوه سیاسي ستونزه ده او نتیجه به یې هم په سیاسي بنیاد کیږي.که حکومت هره اخیري فیصله کوي په نتیجه کې به یې د اروپايي هیوادونو سره اړیکې او نورې ډیرې خبرې په پام کې ساتي. بله دا چې ایا صوفیا د ترکي یوه پیژندګلو ده چې ورسره به دغه هم د لانجو سره مخ شي.