شاته

په نړۍ کې په کورونا اخته کسان له ۱۲ میلیونو څخه زیات شول

واشنګټن – په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۲ میلیونه، دوه لکه او اتیا زرو څخه زیات شو.

امریکا اوس هم د کورونا د زیاتو پېښو له امله لومړی ځای لري چې د کورونا رنځورانو شمېر پکې له درې میلیونه او ۱۳۵۰۰۰ څخه اوختی دی.

په امریکا کې یواځې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا له ۶۰۰۰۰ څخه زیاتې نوې پېښې رپوټ شوې دي چې دا د وبا له بيل راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو لویه شمېره ده.

لږ تر لږه په پنځو ایالتونو کې چې په هغو کې کالیفورنیا، ټکساس، ټینیسي، ویسټ ویرجینیا او یوتا شامل دي د شورو په ورځ تر ټولو لوړې شمېرې رپوټ شوې دي.

په ورته وخت کې د ارېزونا، کالیفورنیا، فلورېډا او ټکساس روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په دغو ایالتونو کې روغتونونه د کورونا له ناروغانو ډک شوي دي.‌

امریکا په نړۍ کې د کورونا د مړینو له پلوه هم لومړی ځای لري چې شمېر یې له ۱۳۵۰۰۰ څخه اوړي.

په ګرده نړۍ کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۵۴۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یوې خپلواکې ډلې لخوا د وبا په وړاندې د ورکړل شوي غبرګون ارزونه کوي.

د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس په جنیوا کې یوې غونډې ته وویل، دغه خپلواکه ډله به نړۍ ته په ډاګه کړي چې څه پېښ شوي او څه ډول به د یو واحد بشریب په څېر خپله غوره راتلونکې جوړه کړو.

د تېدروس دغه اعلان وروسته له هاغې وشو چې د امریکا ولسمشر ډآنلډ ټرمپ په رسمي توګه له دغې ادارې څخه د وتلو چارې د نهې یا سې شنبې په ورځ پیل کړې.

تېدروس دا خبرداری هم ورکړ چې که په نړیوالې ټولنې کې راغلي درزونه ژر سره و نه رغېږي نو نورې ناوړه پایلې هم درلودای شو.

تېدروس وړاندې وویل، مونږ د کورونا وبا ته په داسې حال کې چې سره ویشلي یو ماته نشو ورکولای.