شاته

د آسیا جام سیالۍ بل کال ته وځنډیدې

د کرکټ د آسیا جام نړیوالې سیالۍ چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې د پاکستان په کوربه توب شوې وی، د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې به په سریلانکا کې وشي.

د آسیا د کرکټ شورا په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سږکال سیالۍ د کرونا ویروس د وبا په خاطر ځنډول شوي. په اعلامیې کې ویل شوي چې سیالۍ به د شلو شلو اورونو وي او شپږ هیوادونه به پکې برخه ولري.

د سږ کال په سالیو کې افغانستان، هند، بنګله دیش، سریلانکا او پاکستان برخه درلوده خو د کرونا وبا له وجې وځنډول شوې.

د اې سي سي په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې" په سفر کولو محدودیتونه او د هیوادونو د قرنطین کولو ځانګړي شرایط د دې سبب شو چې د سږ کال لوبې وځنډول شي ".

د آسیا جام د تیر ځل جام هند ګټلی و.

ټاکل شوې وه چې د سږکال لوبې په پاکستان کې شوې وی خو د هند لوبډلې پاکستان ته د ورتګ نه انکار وکړ او د پاکستان کرکټ بورډ پریکړه وکړه چې لوبې په عربي متحده اماراتو کې وکړي.

اې سي سي ویلي چې د ۲۰۲۲ کال لوبې به د پاکستان په کوربه توب کیږي.