شاته

د افغانستان طبي ټولنه: د افغان-جاپان نوي رهبري د وسلې په زور روغتون ته دننه شوې

د افغانستان طبي ټولنه او یو شمېر ډاکتران ادعا لري چې د افغان-چاپان روغتون نوې رهبرۍ د وسلې په زور دې روغتون ته دننه شوې او ډاکترانو ته‌یې سپکاوی کړی دی.

په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره دغه لومړني روغتون ته شااوخوا ۱۰ ورځې مخکې نوی رئیس وروپېژندل شو.

د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې مشر د افغان-جاپان روغتون د نوي رئیس له لوري پر پخوانۍ رهبرۍ لګول شوي تورونه بې‌بنسټه بولي او وايي چې د دې روغتون ټول تړونونه د عامې روغتیا وزارت له‌خوا شوي.

د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې مشر سید خالد راشد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۹» په کابل کې له یو شمېر ډاکترانو او طبي او مدني بنسټونو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د هغې هوکړې پر بنسټ چې وړاندې له دې د اسلامي طبي ټولنې او عامې روغتیا وزارت ترمنځ شوې وه، د دغې ټولنې له‌خوا معرفي شوی رضاکاره ټیم باید د چنګاښ/ سرطان میاشتې تر پایه د افغان-جاپان روغتون مدیریتي چارې پر مخ یوسي.

افغان-جاپان روغتون
افغان-جاپان روغتون

ښاغلی راشد زیاتوي: "د چنگاښ میاشت په ۱۱مه ڼېته، د شپې اته بجې پرته له دې چې زموږ ټولنه په جریان کې وي، افغان-چاپان روغتون ته نوی مدیریتي ټیم پېژندل کېږي، د افغان-جاپان نوی رئیس د تومانچې په زور روغتون ته راځي او هر څوک ګواښي چې څارنوالۍ ته مو معرفي کوم، دا کار د طبابت د ټولو اخلاقو او د ټولو اداري او مسلکي نورمونو خلاف دی."

د راشد په وینا، نوی مدیریتي ټیم له معرفي کېدو وروسته د "څارنوال" په څېر کار پیلوي او د افغان-جاپان پر مخکېني مدیریتي ټیم "بې‌بنسټه تورونه" لګوي.

خو د افغان-چاپان روغتون نوی رئیس بیا دغه تورونه ردوي.

له دې وړاندې د افغان-چاپان روغتون نوي رئیس احمد ظاهر سلطاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې د پخواني ټیم په شتون کې له روغتون نه په لسګونه قلمه درمل او طبي توکي پټ شوي او د نوموړي په خبره ممکن له روغتونه بهر هم وړل شوي وي.

د ښاغلي سلطاني په خبره، هغه کسان چې په دې برخه کې ښکېل دي عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

که څه هم د افغان-جاپان روغتون مخکېنیو مسؤلینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د افغانستان د طبي ټولنې مشر سید خالد راشد د پنجشنبې په ورځ د دغه روغتون د مخکېني رئیس او سر طبیب په حضور کې د ظاهر سلطاني له لوري لګول شوي تورونه بې‌بنسټه وبلل.

ښاغلی سلطاني دغه‌شان د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې مشر وروستۍ څرګندونې بې‌بنسټه بولي او وايي چې په سوله‌ییز ډول روغتون ته د رئیس په توګه معرفي شوی.

ښاغلی سلطاني وايي: "موږ په عادي ډول د عامې روغتیا وزارت له یو شمېر چارواکو سره راغلو او معرفي شوو، په سبا یې مو کار پیل کړ، موږ د وسلو او زور په اړه نه‌یو خبر، تاسې کولای شئ له وزارت پوښتنه وکړئ."

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا بل څه وايي. د دې وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، موده وړاندې یو شمېر مرستندویه ټیمونه د علي جناح او افغان-جاپان روغتونونو ته واستول شول چې په کار کې ښه‌والی راشي.

اکمل سمسور
اکمل سمسور

د نوموړي په خبره، د دواړو روغتونونو لپاره هېڅ‌څوک نوي نه‌دي پېژندل شوي.

خو د افغان-چاپان روغتون نوی رئیس بیا وايي، د یو تازه مکتوب له مخې چې د وزیر لاسلیک هم په‌کې شته معرفي شوی.

د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د کابل په افغان-جاپان روغتون کې دا موضوعات داسې مهال راپورته کېږي چې د افغانستان عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ کسان مړه شوي، ۳۱۴ کسه نوي پرې اخته شوي او ۱۴۱ تنه بېرته روغ شوي دي.

له تازه ثبت شویو شمېرو سره په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۴ زره کسانو ته ورسېد چې له ډلې یې ۹۵۷ کسان مړه او شااوخوا ۲۰ زره نور بېرته روغ شوي دي.