شاته

د کرونا وایرس ګنګوسو د هندوستان په یو ښار کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ تشدد راوپارولو 

د می په میاشت کې د هندوستان د وېسټ بنګال یا مغربي بنګال ریاست په تېلنېپاره ښار کې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره لاک ډوان پرځای شوی و خو په ښار کې پس د دې افواه فسادات شروع شول چې د سلګونو په شمېره کې مسلمانان کرونا وایرس ناورغان کړي دي او دوی بیماري اوس د ښار هندو مذهب منونکو ته خپروي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د دغو ګنګوسو وروسته په تېلنېپاره کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تشدد شروع شو او د می د لسمې نېټې نه پس په دریو ورځو کې د مسلمانانو ۴۵ کورونه وسوزول شو او د هندوانو په نهو کورو او دوکانونو حملې وشوې.

د تېلنېپاره ۲۰ کلنه اوسېدونکي حنا تبسم وي او ای ته هغو ورځو حال په بیانوولو کې وايي د روژې ورځ وه، قریباً دولس نیمې بجې یې په کور حمله وشوه او اور ور واچول شو. هغه وايي ګاونډیانو هغه د سوزېدو نه وساتله. "په کوټه کې هر څه ایره شوو."

کمیونسټ پارټي اف اڼدیا نومې سياسي ګوندتېلنېپاره ته د حقیقت معلوولو دپاره یوه ډله لېږلي چې وايي د کلي کې شوي تشدد ته واکمن بهارتیه جنته پارټي هوا ورکړې وه.

د حقیقت معلوونکي ډلې یو غړی ملی تېواري وايي د بي جی پي مشرانو دا ګنګوسې خپرې کړې چې د سلګونو په شمېره کې مسلمانان کرونا وایرس وهلي دي او دوی دا بیماري هندوانو ته لګوي وي. تېواري وايي دغو خبرونو د مسلمانانو خلاف جذبات راوپارول او په نتیجه کې یې فرقه ییز اړی ګړی شروع شو.

د وي او ای انګریزۍ څانګه خپل رپورټ کې وايي په دغو الزاماتو د بي جی پي دریځ معلوموولو بیا بیا کوښښ یې وکړو خو ګوند ورته ځواب ورنکړو.

په تېلنېپاره کې بې امني د می د میاشت په دویمه هفته کې پس له دې شروع شوه کله چې په کلي کې دا خبر خپور شو چې پنځو مسلمانانو ته کرونا وایرس شوی دی. د دې وروسته په د هندوانو په اکثریتي علاقو کې په لارو کوڅو کې خڼدان وردول شوو چې دغو سیمو ته د مسلمانانو د تګ مخه ونېسي.

د کلي یوې اوسېدونکي وي او ای ته وویل هندو دوکاندارانو ته وویل شو چې په مسلمانانو په سودا نه خرڅوۍ او د هندوانو د اکثریت په ځینو ځایونو کې که مسلمانان ولېدل شول نو د وهلو دړکې په ورکړی کېدې.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د مسلمانانو خلاف جذبات نور هم زیات شول کله چې د بي جی پي یو مشر ارجون سنګ په فېس بک په وینو رنګ د یو مسلمان تصویر خپور کړو او ویې وېل چې دا هندو تن مسلمانانو ووهلو. سنګ وویل تر کله به په بنګال کې د مسلمانانو د لاسه د هندوانو وېنا توېږي؟ په رپورټ کې د ارجون سنګ دریځ نه ښکاري.

د بي جې پي یوې بلې مشرې لوکټ چېتر جي په قامي ټېلې وژن وویل چې په تېلنېپاره کې مسلمانان د قرنطین خلاف ورزي کوي. هغې وویل مسلمانان غواړي چې هندوانو ته کرونا وایرس ولګوي.

د دې خبرې یوه ورځ وروسته ۳۰۰ هندو ځوانانو د مسلمانانو په کورونو حملې وکړې.

پولیس د چېترجي خبرې ردوي. د سیمې د پولیس مشر وي او ای ته وویل دا خبره سمه نه ده چې هغه مسلمانانو چې د کرونا ټېسټونه یې مثبت وو د قرنطین په اصولو یې پابندي نه کوله. هغه وویل د کرونا مثبت مسلمانان اجتماعي قرنطین مرکزونو ته لیږل شوي وو.

پولیس کمشنر همایون کبیر وویل د ارجون سنګ خلاف دوه شکایتونه درج کړی شوي دي او د هغه خلاف تحقیقات روان دي چې ایا هغه جعلي خبرونه خو نه خپرول.