شاته

پښتانه هنرمندان اوس دخپل ژوند اؤ هنر دبقاء دپاره کومې لارې کاروي؟

دترهګرۍ اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله پاکستان کې دهنر څانګه سخته زیاتمنه شوې ده اؤ زیاترو پښتنو هنرمندانو اوس دخپل ژوند اؤ هنر د دوام دپاره دسوشل میډیا په ځانګړې توګه د “بېګو لائیو” اؤ یوټیوب دلارې خپل هنري فعالیتونه پیل کړي دي.

دپښتو فلمونو وتلی اتل اربازخان، د ډرامو ستوری طارق جمال،ټوقمار زرداد بلل،سندرغاړې دلراج،سندرغاړې پري شهزاد،فراه خان،مسکان اؤ ګڼ شمیر نورو پښتنو هنرمندانو په دې روستیو کې په ټولنیزه رسنۍ” بېګو لائیو” کې خپل اکاونټونه جوړ کړي اؤ خپلو مینه والو سره له دغې لارې په ګپ شپ لګولو پیسې ګټي

پښتو ډرامو کې دمندري یا لنډ قد لرونکي توقمار زرداد بلبل وایي وړومبی ترهګرۍ،بیا دکمپیوټر عصري ټیکنالوجۍ اؤ اوس کرونا وایرس خیبر پښتونخوا کې دفن مخه په بشپړ ډول نیولې ده اؤ هنري فعالیتونه له منځته تللي چې دې سره پښتانه هنرمندان زیات اغیزمن شوي.

هغه وایي د هنر په ټولو مدونو کې پښتانه هنرمندان تر دې حده خوار شوي چې کورونو کې یې فاقې یا ولږې،نهرې روانې دي خو څوک دهغوئ دحاله نه خبریږی اؤ نه حکومت ددې هنرمندانو څه پوښتنه کوي ځکه نو اوس هنرمندان مجبوره دي چې دهرې لارې وي خو چې خپلو بچو ته رزق پیدا کړي.

په بېګو لائیو کې هغه تیره ورځ پخپلو څرګندونو کې ویلي پښتانه هنرمندان تر ټولو زیات ځپل شوي اؤ اوس دهغوئ دپاره د سوشل میډیا نه پرته دخپلو صلاحیتونو دښکاره کولو اؤ دځان ژوندي ساتلو بله لاره نه ده پاتې شوې نو ځکه هغوئ مجبوره دي چې که دسوشل میډیا په استعمال پوهیږي اؤ که نه خو چې ددې سره باید نور ځانونه بلد کړي.

سندرغاړې پری شهزاد وي او ای ډیوه ته ویلي هغه وروسته له هغې بېګو لائیو ته په ورتللو اړ شوه چې خیبر پښتونخوا کې دحالاتو په وجه کلتوري فعالیتونه ختم شول اؤ فنکاران دبدو ورځو سره مخ شول.

هغه وایي “نور کله به بیا هم مونږ دوبۍ ،قطر یا نورو هیوادونو ته کنسرټونو له لاړو خو دکرونا وایرس د وباء خوریدو له امله اوس دهیواده بهر هم کلتوري فعالیتونه پځائ ولاړ دي ځکه نو مونږ سره یوه لاره هم نه ده پاتې چې خپل ځانونه پرې وساتو”

پرې شهزاد وایي هسې هم دمیموري کارډ اؤ ډي جی د رحجان سیوا کیدو سره دموسیقۍ دنړۍ سره په تړلو هنرمندانو بدې اغیزې شوې وې اؤ دهغوئ روزګارونه دختمیدو حد ته راغلي وؤ خو اوس کرونا وایرس بیخي د ژوند نقشه بدله کړه په داسې وخت کې یو فنکار سره له دې پرته بله لاره نه ده پاتې چې دسوشل میډیا دلارې نړۍ ته خپل هنر وښایي.

هغه وایي بېګو لائیو ته دخپلې یوې ملګرې په مشوره راغله اؤ اوس خوشحاله ده چې که لږې وي که ډیرې خو له دغې لارې څو پیسې خپل ځانته په عزت اؤ درناوي پیدا کوي.

په بېګو لائیو ددې فنکارانو مینه وال دهغوئ سره په ژوندۍ بڼه ګپ شپ لګوي، هغوئ نه د سندرو اؤ ډائیلاګونو فرمائشونه کوي اؤ ددې په بدل کې بیا دخپل اکاونټ نه پیسې ورلیږي چې دمیاشتې په اخره کې دغو هنرمندانو ته رسیږي.

دفنکارانو ترڅنګ دکرکټ،مدني ټولنې،نڅاه،اخلي پخلي اؤ د ژوند نورو بېلابیلو مدونو سره تړاؤ لرونکو شخصیاتو هم په بېګو لائیو خپل اکاونټونه خلاص کړي اؤ له دغې لارې ځانته ګټه وټه ترلاسه کوي.

دبېګو لائیو ترڅنګ یو شمیر پښتنو هنرمندانو په یوټیوب هم خپل چینلونه فعال کړي چې په هغوئ کې هارون باچا،کرن خان،ګل پاڼه، نازیه اقبال،دلراج اؤ په لسګونو نور شامل دي.

دغه هنرمندان دخپلو چینلو دلارې خپلې ویډیوګانې خپلو مینه والو ته وړاندې کوي اؤ ددغې لارې دمیاشتې معقولې پیسې ترلاسه کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي