شاته

په اسلام اباد کې د مندر جوړیدو پرسر قومي اسمبلۍ کې توده بحثونه شوي دي

د پاکستان په پارلېمان کې په پایه تخت اسلام اباد کې د هندوانو د یو مندر د جوړیدو پرسر راپورته شوې شخړه باندې کې توده بحثونه شوي دي. د شورو په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د ټولو لوی اپوزیشن ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) او د پاکستان پیپلزپارټۍ غړو ترڅنګ په حکومتي ایتلاف کې شامل جي ډي اې او ایم کیو ایم غړو هم د مندر د جوړیدو په حق کې ویناوی کړي دي.


په قومي اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) پارلېماني لیډر خواجه اصف په خپله وینا کې ویلي چې د شرم خبره ده چې په پاکستان کې اقلیتونه نه یواځي د خپل حقونو نه محروم ساتلی کېږي بلکې د هغوي د مذهب سپکاوی هم کېږي. ښاغلي اصف وویل چې د پارلېمان ټولو غړو چې د کوم اساسي قانون لاندې سوګند پورته کړی هغه د هېواد ټولو وګړو ته د مذهب، رنګ، نسل توپیر بغیر یو ډول حقونه ورکوي.


د پاکستان پیپلزپارټۍ سره تعلق لرونکي نوید قمر هم د مندر د جوړیدو په ملاټړ کې وینا کړی او غوښته یې وکړه چې کوم خلک په سوشل میډیا د لږکیو د مذهب سپکاوی کوي د هغو پرضد دې کارویي وکړی شي.

د واکمن تحریک انصاف سره تعلق لرونکي او د مذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري وویل چې حکومت د مندر جوړولو دپاره د حکومتي پیسو يا فنډونو د لګولو د لارښودنې دپاره اسلامي نظریاتي کونسل ته خواست کړی دی.

د شورو په ورځ د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز ډیوه ته ویلي وو : ” موجوده مسله چې په اسلام اباد کې د مندر قیام دی، مونږ ته دا سوال راغلی دی چې حکومت دوی ته فنډز ورکولائ شي او که نه؟ دا کېس (سوال) پرون مونږ ته راغلی دی او مونږ خپل شعبه تحقیق ته حواله کړی دی. مونږه غواړو چې د دې په حواله مختلف مواد راغونډ کړو ، نور ملکونو کې ددې په اړه څه پالیسۍ ده. اسلامي نقطه نظر په دې حوله څه دی، یقینا امید دې چې زمونږ شعبه تحقیق به په مناسب وخت په دی خپل نظر ورکړي“.

د مندر د جوړیدو پرسر د مخالفه ډلو لخوا په حکومت د نیوکو پرسر په خپل ځواب کې د بشري حقونو د مرکزي وزیرې شرین مزاري د اقلیتونو حقونه د خوندي ساتلو ژمنه تکرار کړه وویل:” که موږ خپل اقلیتونو دفاع او هغوي خوندي نه ساتو نو موږ به بیا په کومه خوله په نړۍ کې د مسلمانانو د حقونو خبره کوو“.

په قومي اسمبلۍ کې د مندر جوړیدو په بحث کې د مذهبي ګوندونو جماعت اسلامي غړي عبدل اکبر چترالي او د جمعیت اسلام (ف) مولانا جمال دین د مندر د جوړیدو مخالفت کړی دی. مولانا جمال دین دریځ وو چې اسلام د لږکیو د مخکې نه جوړ د عبادت ځایونو د مرمت اجازت ورکوي. خو د هغه په وینا اسلام کې د نوي عبادت ځای د جوړیدو نشته دی، نو ځکه دوی به حکومت به هیڅ صورت په اسلام اباد کې د مندر جوړیدو ته نه پریږدي .

د رپوټونو له مخې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند حکومت په 2017م کال کې هندوانو ته د اسلام اباد په ایچ-9 برخه کې مځکه ورکړې وه، چې دوی به ورباندې د خپل لومړي مندر تر څنګ شمشان ګاټ [سوځنتون]، د ټولنې هال، د خلکو د اوسېدو ځای او پارکنګ هم جوړاوه.

د وزیراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند حکومت په روان کال کې د شري کرشنا په نوم د دې مندر جوړېدو دپاره د سل میلینه (۱۰ کروړه) روپیو منظوري ورکړې وه، خو ځینو مذهبي مشرانو او سیاستوالو یې کلک مخالفت وکړ، چې په هغوی کې د حکومت اتحادي مسلم لیګ ق ګوند هم شامل دی.

د اسلام آباد هائي کورټ د نهې په ورخ په پایه تخت اسلام اباد کې د هندوانو د یو نوي مندر د جوړیدو پرضد جمع شوي درې خواستونه غیر موثره ګرځولو وروسته رد کړي دي.

عدالت د دغه خواستونه ورکونکو دا دریځ هم رد کړی چې د اسلام اباد ماسټر پلان کې د مندر جوړولو لپاره مځکه نه وه ټاکل شوې. عدالت دا خبره هم په ګوته کړې چې حکومت د مندر د جوړولو دپاره د حکومت پیسې د کارولو موضوع د هېواد اسلامي نظریاتي کونسل ته وړاندې کړې او د اسلام نظریاتي کونسل د نظر وروسته به دا پرېکړه وکړي چې آیا حکومت یې د ریاست په پیسو مندر جوړولائ شي که نه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په شاوخوا 21 کروړه ابادي کې اته میلینه د هندوانو دی چې ویل کېږي په هغوی کې درې زره یې په پایه تخت اسلام اباد کې ژوند کوي.