شاته

ډبلیو ایف پي له لسو میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستې کوي

افغانستان کې د کرونا وبا د خپریدو وروسته خوړو ته د اړو کسانو شمیر زیات شوی، د ملګرو ملتونو د خوراک نړیواله اداره په پام کې لري، چې سږکال په دغه هیواد کې له لسو میلیونو څخه زیاتو کسانو سره د خوړو مرستې وکړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې "ډبلیو ایف پي" د دفتر د عامه اړیکو مسول وحیدالله اماني امریکا غږ ته وویل، چې دغې ادارې په ۲۰۲۰ کال میلادي کال کې د ۷.۲ میلیونو افغانانو سره د خوړو د مرستې پروګرام ترتیب کړی وو، خو اوس په پام کې لري، چې درې میلیونو نورو سره هم په روان کال کې د خوړو مرستې وکړي.

وحیدالله اماني وویل: "په دې معنی، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو حالات، قرنطین د کار نشتون دغو ټولو ته په پام سره 'ډبلیو ایف پي' د هغه پلان سربیره کوم، چې د ۲۰۲۰ کال لپاره یې لره او ۷.۲ میلیونو کسانو ته په پام کې وو، چې مرستې ورته ورسول شي، درې میلیونه کسان نور هم په نظر کې ونیول چې دوی هم مرستو ته اړتیا لري، چې د 'ډبلیو ایف پي' له خوا ورته برابرې شي".

ښاغلي اماني وویل، چې د دریو میلیونو نوو مرستو ته اړو خلکو ۸۰ فیصده یې په ښاري سمیو کې ژوند کوي، چې د کرونا د ویروس د وبا د خپریدو وروسته یې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د ملګروملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې د عامه اړیکو مسول وحیدالله اماني وايي، دا اداره دغو درې میلیونو نوو مرستو ته اړو کسانو لپاره د مرسته کوونکو موسسو او هیوادونو مرستې ته اړتیا لري.

ښاغلي اماني وویل: "د دې لپاره کافي پیسې نلرو ، ولې هیله لرو زمونږ تمویلوونکي، چې په راس کې یې د امریکا متحده ایالاتو د پراختیا نړیواله اداره 'يو ایس آی دي' ده، دوی راسره ژمنې کړي او تر ډیره حده کمکونه هم ترلاسه شوي دي. د دې لپاره، چې درې میلیونو نوو مرستو ته اړ کسانو ته ورسیږو مونږ ۵۳ میلیونه اضافي ډالرو ته اړتیا لرو، چې له دې ډلې مونږ شل میلیونه ډالره تراوسه ترلاسه کړي دي".

د امریکا د ۴۹ میلیونو ډالرو مرسته

د ملګروملتونو د خوراک نړیوالې ادارې "ډبلیو ایف پي" په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د انکشاف نړیوالې ادارې'يو ایس آی ډي' په افغانستان کې د " ډبلیو ایف پي" سره د ۴۹ میلیونو ډالرو نوې مرسته کړې ده.

ډبلیو ایف پي وايي، چې له دغه نوې مرستې سره به دا اداره د خوراکي توکو او نغدو پیسو د ویش له لارې د کړکیچ او طبیعي پېښو له امله د زیانمن شوو ټولنو، په خوارځواکی اخته ماشومانو، امیندواره او شیدې ورکوونکو میندو او هغو کسانو په ګډون چې د خطرونو د کچې راټیټولو اړوند فعالیتونو کې برخه اخلي او شمیر یې نږدې یو میلیون ته ر سیږي مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې مرستیال او سرپرست مشر، رابرت کسا کا د امریکا د متحده ایالاتو مرستې ستایلې دي.

ښاغلي کساکا په دې اړه ویلي " دغه مرسته په داسې یو کړکیچن حالت کې ترسره کېږي چې په تخمیني ډول په هېواد کې څلور میلیونه خلک په شدیده توګه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. موږ ددغو مرستو او د امریکا د متحده ایالتونو د ملاتړ چې په نه بدلېدونکې بڼه یې د کلونو راهیسې ترسره کوي، درناوی کوو. د سلګونه زره خلکو ژوند به خوندي شی. د امریکا د خلکو له سخاوت او پیوستون څخه مننه."

ټاکل شوې د دغو نوو مرستو یوه برخه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې د ترانسپورت د وړتیا پر غښتلی کولو چې لرې پرتو سیمو ته خوراکي توکی لیږدوي، او هم د نړیوالې ټولنې په استازیتوب د ډبلیو ایف پي له خوا اداره کیدونکی د ملګرو ملتونو پر بشري هوایي خدمتونو " يو این ایچ اې ایس" ولګول شي.

ملګري ملتونه " يو این ایچ اې ایس" د پروګرام له لارې د افغانستان په دننه او د کابل او دوحې ترمنځ بشري کارکوونکو د تګ راتګ لپاره الوتنې کوي.