شاته

عثماني: افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو ثبت کم شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تیرې یوې نیمې میاشتې په پرتله په دغه هېواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو د ثبت کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د دغه وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ د جولای نهمه (چنګاښ ۱۹) خبریالانو ته وویل چې د کروناویروس د پراخېدو کچه هم د پخوا په پرته پڅه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "په هغو معایناتو کې چې ترسره کېږي د مثبتو پېښو شمیر په تیره یوه نیمه میاشت کې د ۶۰ او ۷۰ سلنې ترمنځ وو، نن ۳۰ تر ۴۰ سلنې ته رسیدلی دی. خو په څرګنده وایم چې موږ د کرونا د بحران په حال کې یو او زموږ هدف دا دی ترڅو وشو کولی چې مثبتې پېښې له پنځه سلنې څخه راټیټې کړو".

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تيره یوه شپه او ورځ کې د ۷۱۶ مشکوکو پېښو له شمیرې ۳۱۴ یې مثبت تشخیص شوي دي، چې په دې سره په دغه هېواد کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمیر کابو ۳۴زرو ته رسیدلی دی.

همداشان دغه وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه په کابل، درې په فراه او درې نور په پنجشیر، هلمند او بدخشان کې د کروناویروس ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د مړینې له دغو تازه پېښو سره په افغانستان کې د کروناویروس په ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمیره ۹۵۷ ته رسېدلې ده.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په کروناویروس د اخته شویو کسانو له مجموعي شمیرې کابو ۲۱زره یې بېرته روغ شوي دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالات په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره د نړۍ مختلفو هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې د جولای نهمه ( چنګاښ ۱۹) په نړۍ کې څه باندې ۱۲میلیونه او ۵۱زره خلک په دې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمیرې کابو ۵۵۰زره مړه شوي دي.