شاته

نړۍ کې کرونا ویروس تر اوسه پنځه لکه ۴۸ زره کسان وژلي

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۱۲ میلیونه واوښتې چې له څلورو یوه برخه کسان‌یې د امریکا په متحده ایالاتو کې دي.

د متحده ایالاتو په جنوب او لوېدیځ کې له فلوریدا رانیولې تر تګزاسه او له ارېزونا رانیولې تر کالیفورنیا پورې پېښې په زیاتېدو دي.

له کله چې په ډسمبر کې د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان کې کرونا ویروس خپور شو تر اوسه هېڅ هېواد دومره نه‌دی ځپل شوی لکه متحده ایالات.

د جانز هاپکنز پوهنتون د چهارشنبې د ورځې د شمېرو له مخې د ټولې نړۍ له ۱۲ میلیونه مثبتو پېښو درې میلیونه یوازې په متحده ایالاتو کې دي او لږ تر لږه یو لک او ۳۲ زره او څه باندې ۲۰۰ کسان تر اوسه په دغه هېواد کې کرونا ویروس وژلي دي چې د مړینو دا شمېره هم د ټولې نړۍ د کرونا د تلفاتو تر څلورمې برخې لږ ښکته ده.

په ټوله نړۍ کې کرونا ویروس تر اوسه پنځه لکه ۴۸ زره کسان وژلي دي.

پر کرونا باندې اخته شوي کسان
پر کرونا باندې اخته شوي کسان

په لاس انجلس کې په تېرو دوو اوونیو کې د هغو کسانو شمېر ۴۴ په سلو کې زیات شوی دی چې په روغتونونو کې بستر کېږي.

په اوکلاهاما کې هم نوې پېښې په زیاتېدو دي. په یو شمېر ایالتونو کې چارواکي وایي چې د نویو پېښو د زیاتېدو علت دا دی چې ټول خلک ماسکونه نه‌اغوندي او له یوه بل څخه واټن نه‌مراعاتوي، همداراز له کورونو بهر د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د بازارونو د پرانیستو لپاره‌یې هڅې کړې دي د چهارشنبې په ورځ‌یې وویل چې زده‌کوونکي دې په مني کې بېرته ښوونځي ته ولاړ شي.

له متحده ایالاتو بهر په برازیل کې ډېر خلک په کرونا اخته شوي دي، هلته تأیید شوې شمېرې یو میلیون او اووه لکو ته رسېږي او ورپسې په هند کې تأیید شوې پېښې زیاتې دي چې اووه لکه ۴۲ زرو ته رسېدلې دي.

په مکسیکو کې هم په یوه ورځ ۶،۹۹۵ کسان په کرونا اخته شول چې دا شمېره په دغه هېواد کې تر اوسه بې‌سارې ده، له دې سره د مکسیکو د کرونا شمېرې دوه لکه ۷۵ زرو ته ورسېدې چې تر اسپانیا زیاتې شوې.

ارشیف
ارشیف

بل لور ته په استرالیا کې چې د کرونا پېښې ډېرې کمې شوې وې، سر له ننه د ملبرن پنځه میلیوني ښار بند شوی دی. دا سخت بندیز څو اوونۍ وروسته تر دې ولګېد چې هلته بازارونه بېرته پرانیستل شول.

په ملبرن کې چارواکو له خلکو غوښتي چې د شپږو اوونیو په مخه په کورونو کې پاتې شي.