شاته

امریکا په رسمي ډول د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وتل پیل کړل

سپینې ماڼۍ په رسمي ډول ملګرو ملتوو ته خبر ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالات د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وځي.

جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په اپریل میاشت کې د روغتیا پر نړیوال سازمان ( ډبلیو اچ او) بودیجه وځنډوله او یوه میاشت وروسته یې وویل غواړي له دې سازمان څخه ووځي.

ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان تورن کړی چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په کار کې د چین په طرف ډیره علاقه مندي لري او پدې سازمان کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ټرمپ په مې میاشت کې وویل: "موږ د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او هغوی باید په مستقیم ډول عملي کړي واي خو د اقدام له کولو یې ډډه وکړه. هغوی ناکام شول چې جامع وړاندیز شوي اصلاحات عملي کړي. موږ به سر له نن څخه خپل روابط بند کړو."

د ډبلیو اچ او د قوانینو له مخې، هر هغه هیواد چې له یاد سازمان څخه وځي باید یو کال مخکې خبر ورکړي، که ټرمپ د نوامبر انتخابات وبایلي، کیدای شي راتلونکی ولسمشر په سازمان کې د پاتې کیدو پریکړه وکړي.

د امریکا د جمهوري ریاست لپاره دیموکرات کاندید جوبایډن ویلي که دی د نوامبر انتخابات وګټي نو د جمهور رئیس په توګه به د خپل کار په لومړی ورځ له یاد سازمان سره بیرته یوځای شي او په نړۍ کې به د امریکا رهبري بیرته پرځای کړي.

د ملګرو ملتونو د بنسټ مشره الیزابت کاسینز وايي، د روغتیا نړیوال سازمان یوازینی بنسټ دی چې له کرونا ویروس سره د مبارزې چارې همغږي کوي.

میرمن کاسنیز وویل: "له ډبلیو اچ او څخه به د امریکا وتل د نړیوالې روغتیا په برخه کې د لسیزو هغه پرمختګونه هم له خطر سره مخ کړي چې د امریکایانو لپاره مهم دي. له ګزڼ ، ملاریا او اچ ای وي سره د مبارزې په هدف واکسین ته د لاسرسي د پراختیا، د سیستمونو د پیاوړي کیدو او ټولې هغه هڅې چې په مختلفو ځایونو کې د روغتیايي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره کیږي."

د امریکا د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي د جمهور رئیس ټرمپ پریکړه غندلې او هغه یې "بې معني" ګڼلې ده.

میرمن پلوسي په یو ټویټ کې ویلي په داسې حال کې چې د میلیونونو کسانو ژوند له خطر سره مخ دی، ولسمشر د ویروس د ختمیدو لپاره نړیوالې هڅې فلج کوي.

امریکا په ۱۹۴۸ کال کې د ډپلیو اچ او د رامنځ ته کیدو له وخته ددې سازمان یوه اساسې غړې وه او لویه تمویلونکې یې هم شمیرل کیده.