شاته

نړۍ د کویډ ۱۹ ناروغۍ لپاره د واکسین جوړولو هڅه کوي

په بېلابېلو هېوادونو کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ لپاره د واکسین جوړولو هڅې دوام لري.

د یو شمېر هېوادونو روغتیایي چارواکو د کرونا ضد واکسین د جوړولو او ویشلو لپاره بېلابېل مهالوېشونه مطرح کړي دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د ملي روغتیا د انستیتوت مشر ډاکټر فرانسس کولینز د کرونا ضد واکسین د جوړېدو او وېش په اړه ویلي چې احتمالاً د روان میلادي کال تر پایه به یوې نتیجې ته ورسېږي.

نوموړي ویلي چې د امریکا متحده ایالات به د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې درې سوه میلیونه دوزه خوندي او اغېزناک واکسین ته لاسرسی ولري.

هغه زیاته کړه: "د دېرشو زرو داوطلبانو نوم لیکنې ته اړتیا لرو او دا باید څو میاشتې وخت ونیسي، موږ ټول خوشبین یو چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به د یوه رغنده واکسین درلودلو هدف ته ورسېږو، ما یوازې یوه برخه یاده کړه، البته چې څو برخې دي، ټولې چارې به د یو بل ترڅنګ ترسره شي او په هغه صورت کې به د ۲۰۲۱ کال تر پایه درې سوه میلیونه دوزه اغېزناک واکسین ولرو."

د روغتیا نړیوال سازمان بیا د کویډ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین د جوړولو او وېش د وخت ټاکلو په اړه محتاط دی.

دغه سازمان ویلي چې د اغېزناک واکسین د جوړېدو لپاره وخت ته اړتیا ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو پروګرامونو مسئول مایک راین په دې وروستیو کې د یاد سازمان په یوه خبري غونډه کي وویل: "په دې پړاو کې به عاقلانه نه وي چې وارله مخه ووایو چې څه وخت واکسین جوړولی شو، یقیناً د روان کال په ترڅ کې د واکسین جوړول به زما په اند ستونزمن کار وي، ښایې دغه واکسینونه د روان کال تر پایه خپل اغېزمنتوب وښیي، خو پوښتنه دا ده چې آیا د تولید کچه به یې زموږ لپاره کافي وي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې خلکو ته د واکسین لګول پیل کړو."

دا مهال د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د تولید په بېلابېلو پړاوونو کې شاوخوا ۱۵۰ داوطلبان شته، خو د دې واکسین د آزموینو او تائید بهیر به یو کال وخت ونیسي.