شاته

لاتین امریکا او متحده ایالاتو کې د کرونا د اندېښنې وړ زیاتوالي په اړه خبرداری

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو په لاتین امریکا او د امریکا متحده ایالاتو په ځينو برخو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د اندېښنې وړ زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه سړی چې 'کووېډ-۱۹' یې وړه ناروغي ګڼلې وه. د برازیل ولسمشر ژائیر بولسونارو د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې چې تبه‌یې وه، په یوه ټلوېزیوني وینا کې تأیيد کړه چې په کرونا ویروس اخته شوی دی.

دی وايي: "معاینات مثبت وو. د یکشنبې ورځ مې په ناوړه احساس سره پیل شوه او د دوشنبې پر مهال مې وضعیت نور هم خراب شو. ۳۸ درجې تبه لرم او د ستړیا او درد احساس کوم."

بولسونارو په تکراري توګه پرته له ماسک اغوستلو په عام محضر کې څرګندېده او د اصولو پر خلاف‌يې له نورو خلکو سره واټن په نظر کې نه‌نیوه.

برازیل هغه لاتین امریکايي هېواد دی چې په نړۍ کې له تر ټولو زیاتو زیانمنو شویو هېوادونو دی.

په دې هېواد کې یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې په‌کې ۶۵ زره‌یې مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په لاتین امریکا کې د کرونا ویروس مخ پر زیاتېدونکو ناروغانو شمېر د اندېښنې وړ بللی او د سیمه‌يیزې برخې رئیسې کاریسا اتیني په لاتین امریکا او متحده ایالاتو په ځينو سیمو کې د کرونا ویروس د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

په کرونا ویروس اخته شوی کس
په کرونا ویروس اخته شوی کس

دې پرون په یوه وېډيويي خبري غونډه کې وویل چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره باید له ټولې انرژۍ کار واخیستل شي.

د اتیني په وینا، په امریکا کې د پنځه میلیونه او نهه لکه کرونا ویروس له مواردو څخه نیمی یې په لاتین امریکا یا کارابین سیمه کې دي.

دې وویل، د متحده ایالاتو په ځینو برخو کې هم د دې ویروس نوې پېښې ثبت شوي دي.

د کالیفورنیا، تګزاس او فلوريډا په ګډون په یو شمېر ایالتونو کې چارواکي اړ شوي چې د کسب او کار پرانیسته وځنډوي او په بشپړه توګه‌یې وتړي.

د کرونا ویروس تر ټولو زیات موارد په متحده ایالاتو کې ثبت شوي دي.

د رسمي ارقامو له مخې تر اوسه په دې هېواد کې تر دوه میلیونه او نهه لکه زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر یو لک او ۳۰ زره زیات مړه شوي دي.