شاته

چارواکي: امریکا کې د کرونا ویروس له امله وضعیت ښه نه دی

د امریکا په متحد ایالتونو کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

په تېرو اوو ورځو کې په دغه هېواد کې هره ورځ شاوخوا پنځوس زره کسان په کرونا ویروس اخته شوې دي.

کرونا ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې د شاوخوا پنځه لکه څلویښت زره کسانو ژوند اخیستی دی او څه باندې یولس میلیونه او اووه لکه کسان په دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اخته شوې دي.

د امریکا په متحد ایالتونو کې د ساري ناروغیو د مخنیوي د برخې یوه چارواکي وویل، د کرونا ویروس وضعیت په حقیقت کې په دې هېواد کې ښه نه دی.

انتوني فوسي د دوشنبې په ورځ وویل، متحد ایالتونه تر اوسه د کرونا ویروس له لومړۍ څپې نه دي راوتلي، د اروپا او اسیا په ډول یې د دې اخیستونکې ناروغۍ جدي مخه نه ده نیولې، متحد ایالتونو خپل بازارونه ېیرته ژر پرانیستل.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلک په داسې وخت کې د بازارونو بېرته پرانیستو ته وهڅول چې مثبې پېښې درې میلیونو ته نژدې شوې او تلفات د جولای تر شپږمې یولک دېرش زرو ته ورسېدل.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحد ایالتونو په سویل او لویدیځ کې د کرونا نوې پېښې زیاتې شوي دي او په نیویارک کې چې پخوا په کې حالت خراب و، وضعیت په ښه کېدو دی.

د متحد ایالتونو له پنځوسو ایالتونو په نهه دېرشو کې د کرونا د مثبتو پېښو ګراف په لوړېدو دی او په تېرو اوو ورځو کې په اوسطه کچه هره ورځ شاوخوا پنځوس زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې دا د یوې میاشتې مخکې پېښو دوه برابره دي.

د فلوریډا میامي چې د ګرځندویانو سیمه ده اوس یوه له هغو سیمو څخه ده چې د کرورنا ډېرې پېښې په کې شته، په دې ځای کې بازارونه وروسته له څو اونیو د جولای په شپږمه پرانیستل شول.

فلوریډا د هغو شلو ایالتونو له ډلې څخه ده چې د کرونا ډير معاینات په کې مثبت شوي دي.

په فلوریډا، ارازونا، ټکساس او کلیفورنیا کې د بستر شویو شمېر هم لوړ شوی دی.

د مثبتو پېښو د زیاتېدو سربېره د اپرېل او مې میاشتو په پرتله د مړینې کچه کمه شوې ده.

په تېرو دوو میاشتو کې به ورځني تلفات درې زرو ته رسېدل اوس شاوخوا شپږ سوه دي.

روغتیایي چارواکي وایي، د تلفاتو د شمیر د کمېدو علت ښایي دا وي چې اوس درملنه ښه شوې ده او ویروس پېژندل شوی دی او په ورته وخت کې اوس ډېر ځوانان په کوویډ نولس اخته کېږي.

تر متحد ایالتونو وروسته په برازیل کې ډېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دې هېواد کې نژدې پنځه شپیته زره پنځه سوه کسان تر اوسه کرونا وژلي دي او یو میلیون او شپږ لکه کسان پرې اخته شوې دي.

د دوشنبې په ورځ هند د ډېرو پېښو په حساب د روسیې ځای ونیوه او درېیم هغه هېواد شو چې د کرونا مثبتې پېښې په کې زیاتې دي.

په هند کې یو میلیارد او درې سوه میلیونه کسان ژوند کوي، د استوګنو د شمېر په پرتله هلته تر اوسه د کرونا مثبتې پېښې او تلفات یې زیات نه ښکاري.