شاته

د نړۍ له ۲۰۰ زیاتو ساینس‌پوهانو موندنه: کرونا د هوا له لارې هم انتقالېدای شي

د نړۍ څه باندې ۲۰۰ ساینس‌پوهانو په یوه تازه څېړنه کې موندلې چې کرونا ویروس د هوا له لارې هم له یوه انسانه بل ته انتقالېدای شي.

دغو ساینس‌پوهانو د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتي د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په برخه کې خپلې سپارښتنې بدلې کړي.

په یوه سر خلاصي لیک کې چې روانه اوونۍ د ساري ناروغیو په ژورنال کې خپور شو، ساینس‌پوهانو ویلي چې د دوی څېړنو ښودلې چې کرونا ویروس په هوا کې د ډېرو کوچنیو معلقو ذراتو په وسیله هم خپرېږي.

په دې لیک کې راغلي، له شک پرته چې کرونا ویروس له ناروغ کس څخه د خبرو او یا ټوخي پر مهال د ذراتو په وسیله بل کس ته انتقالېږي، خو وایي ځیني کوچني ذرات په هوا کې په معلق ډول پاتېږي. دا په دې معنی چې د څېړونکو په خبره په سر پټو ځایونو کې په دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر تر هغه ډېر دی چې مخکې یې فکر کېده.

د روغتیا نړیوال سازمان تر ډېره پر دې خبره ټینګار کړی چې دا ویروس د ناروغو خلکو د ټوخي یا نوږلو پر مهال د نسبتاً لویو تنفسي ذراتو په مرسته خپرېږي او بېرته پر ځمکه لوېږي.

په کرونا اخته شوی کس
په کرونا اخته شوی کس

دغه سازمان تر دې مخکې له ځینو ځانګړو مواردو پرته د هوا له لارې د ویروس د انتقال احتمال رد کړی، خو دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د جولای شپږمه په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا موندنې به له تخنیکي متخصصینو سره وڅېړي.

'ډبلیو اچ او' په دې وروستیو اوونیو او میاشتو کې ظاهراً له علمي ټولنو څخه د واټن له کبله تر انتقاد لاندې راغلی دی.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې دغه سازمان په وروستیو میاشتو کې د ماسک اغوستلو له سپارښتنې ډډه کړې او هم‌یې ویلي چې د هغو کسانو له‌خوا چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ علایم نه‌لري، د ویروس انتقال ډېر کم دی.

د ساینس له بېلابېلو برخو څخه د ۲۳۹ پوهانو له‌خوا دې وروستي لیک کې راغلي دي چې د هوا له لارې د ویروس د انتقال موضوع ځانګړی اهمیت لري ځکه ډېری هېوادونو د محدودیتونو لګول درولي دي.

دغو څېړونکو اندېښنه ښودلې چې د دې موضوع پر خطر نه‌پوهېدل او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د کنټرول په اړه د ناڅرګنده سپارښتنو ورکول به د پام وړ عواقب ولري.

دوی وایي ښایي خلک فکر وکړي چې د اوسنیو سپارښتنو سره په بشپړ ډول خوندي دي، خو په حقیقت کې د خوندیتوب لپاره لا نورو اقداماتو ته اړتیا شته.

ارشیف
ارشیف

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې اوس په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۱ نیم میلیونه اوښتی دی. له همدې ناروغۍ څخه مړه شویو کسانو شمېر تر ۵۳۵ زرو ډېر شوی او تر شپږ میلیونه ډېر کسان هم بېرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي دي.