شاته

د پاکستان د صادراتو هدف راکم کړی دی، حکومتي اداره وايي

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي د تحريک انصاف حکومت د مالي کال ۲۰۱۹م، ۲۰م لپاره برامدي هدف ۲۶ اعشاريه دوه اربه ډالره ټاکلی و خو وروسته دا هدف ۲۲اعشاريه څلور اربه ډالره ته راکم کړی شوی ؤ.

دغه اداره وايي په ۲۰۱۹م، ۲۰م کې د پاکستان برامدات ۲۱ اعشاريه څلور اربه ډالره ته راکم شوي دي.

د اقتصاد ماهر او د پېښور پوهنتون استاذ علي عمران وايي مرکزي حکومت برامدي سوداګرو ته ۹۰ اربه روپۍ مرستې هم ورکړې وې خو بيا هم په برامداتو کې زياتوالی نه دی راغلی.

د نوموړي په وينا په نړيواله کچه د کرونا وبا او په ملکي کچه د توانايۍ له امله برامدات نه سېوا کېږي.

بل اړخ ته د پاکستان د تجارت د وزارت له خوا په يو رپورټ کې ويل شوي په پاکستان کې د تېرو څلور مياشتو راهسې پرله پسې په برامداتو کې کمی مخې ته راځي او تېره مياشت په جون کې د پاکستان برامدات يو ارب ۶۰ کروړه او ۹۰ لکه ډالره ته راکم شوي دي. په دې کې د تېر کال د جون د مياشتې پر تله شپږ اعشاريه درې فيصده کمی راغلی دی.

په مردان ښار کې د کالج استاذ او د اقتصادي هلو ځلو ماهر محمد ارسلان وايي غېرملکي زرمبادله ذخيره د بهر هېوادونو سره په تجارت کې مهم کردار ادا کوي او زياتره سوداګانې هم د هغه هېوادونو په کرنسۍ کې کېږي. چې کله د يو هېواد سره د هغه کرنسۍ ذخيره کمه وي نو ملکي کرنسي د فشار ښکار شي چې د ملک دننه په نرخونو هم پرېوځي.

د شمېرنې اداره وايي په ملکي کچه د پاکستان په درامداتو کې ۲۷ اعشاريه يو فيصد کمی راوستل شوی دی چې له کبله يې د پاکستان تجارتي خساره ۲۳ اعشاريه دوه اربه ډالره ته راکمه شوې ده.

د دې ادارې په وينا د دې نه وړاندې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره ۳۱ اعشاريه اته اربه ډالره ته رسېدلې وه خو په دې کې د اته اعشاريه شپږ اربه ډالرو د کمي وروستو ۱۸ اعشاريه شپږ فيصده درامدات راکم شوي دي.