شاته

صدر غني: په افغانستان کې امن به د ګاونډي هېوادونو اقتصاد پیاوړی کړي

د افغانستان صدر محمد اشرف غني وایي چې که افغانستان امن شي، نو په دې سره به د سیمې د هېوادونو د اقتصاد په وده کې هم دوه فیصده اضافه راشي.

صدر غني چې نن د ګل/دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه یوې نړېوالې غونډې ته خبرې کولې، وویل افغانستان او نور هېوادونه ټول له ترهګرۍ او تندلاري توب سره مخ دی.

په دې غونډه کې چې "د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا" په نامه د افغانستان صدارتي ایوان (ارګ) کې د سیمې د شلو هېوادونو، د افغانستان د سټراټیجیکو شریکانو، او د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون په آنلاین بڼه جوړه شوې وه، ولسمشر غني مېلمنو ته په وینا کې وویل: "امنیت، ثبات او ګټې موږ له یو بل سره نښلوي. عقلاني درک هم همدا دی چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو او افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د څلورلارې په توګه کولی شي د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره ښه رول ولوبوي."

د ارګ د خپاره شوي بیان ترمخه، افغان صدر وویل چي افغان حکومت د جنګ د پای ته رسولو دپاره سیاسي ژمنتیا لري او کولای شي چې طالبانو ته یوه سیاسي حل لاره وړاندې کړي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو دپاره د نړېوالو ترمنځ هم اتفاق نظر شته او د سیمې او ګاونډي هېوادونو ملاتړ به د افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې اهدافو ته ورسیږي.

د ارګ ماڼۍ د بیان پر بنیاد، افغان صدر محمد اشرف غني د امن پروسې په وړاندې خطرو ته هم اشاره وکړه او دا خبرداری یې ورکړ چې که طالبان جګړې ته ادامه ورکړي، نو د امن پروسه به له سنجیده خنډونو سره مخ شي.

د افغانستان خارجه وزارت هم یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې په کابل کې د ګل ورځې د ناستې برخه والو له طالبانو وغوښتل چې تشدد دې تر ډېره اندازه کم کړي څو د سولې د مذاکراتو دپاره ماحول برابر شي.

د سیمې د هېوادونو، ملګرو ملتونو، او د امریکا استازو په دې ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او امن د پروسې ملاتړ څرګند کړ او دا یې هم غوښتي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې دې وساتلی شي.