شاته

کرونا وبا: په لارو کوڅو کې د لوې اختر څاروو په خرڅولو بندیز لګول شوی

پاکستان کې ورځ تر بله د کرونا ناروغانو شمیرې سېوا کیدو او د لوی اختر رانژدې کېدو سره سم د حکومت لخوا د څاروو د مېلو لپاره هدايت نامې جاري شوي چې مقصد يې د کرونا وبا مخه نيول او د وايرس نه د خلکو ساتنه ده.

د چارواکو لخوا جاري شوې هدايت نامې ترمخه به د ښار دننه د څاروو په اخستلو او خرڅولو بندیز وي او دغه مېلې به د ښاريو نه بهر جوړول کېږي.

د دې ترڅنګ د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره به د مېلو شمېر زياتول کېږي او ۲۴ ساعته به مېله پرانستې وي. مېلې ته د داخلېدو په وخت ماسک اچول لازمي ګرځول شوي، ماشومانو او د ۵۰ کالو نه زيات عمر والا کسانو ته به مېلو ته د داخلېدو اجازت نه وي.

په هدايت نامه کې دا هم ويل شوي چې سېنېټائزر، دلاس وينځلو انتظام او د يو بل نه د فاصلې ساتلو بندوبست کول په مېلو کې لازمي ګرځول شوي دي.

په دې اړه د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د سازمان مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي په وړوکي اختر کې د بې احتياطۍ له کبله د کرونا کېسونه زيات شوي وو او که دې اختر کې هم بې احتياطي وشوه نو د کرونا ښکار کسانو په شمېر کې په تېزۍ سره زياتوالی کېدی شي.

دا په داسې حال کې چې وزيراعظم عمران خان په پاکستان کې د مۍ د نهمې نه په لاک ډاون کې د نرمۍ اعلان کړی ؤ او د روزګارونو د پرانستو لپاره يې احتياطي ګامونه ټاکلي وو خو د دې وروستو د روزانه په حساب د کرونا په کېسونو کې زياتوالی راغلی ؤ.

په لاک ډاون کې نرمۍ او د کرونا په کېسونو کې په زياتوالي د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) هم اندېښنه څرګنده کړې وه.

خبريال او څېړونکی شاه رضا شاه وايي په لاک ډاون کې د نرمۍ وروستو په کاروباري مرکزونو کې احتياطي ګامونه نه پورته کېږې او په لوی اختر کې هم دا ويره څرګندېږي چې اولس به په احتياطي ګامونو عمل ونه کړي. د نوموړي په وينا چې په مېلو کې په احتياطي ګامونو عمل کول ډېر ګران دي.

د چارسدې تحصيل ښاروالۍ مشر امين ګل دريځ لري دوي به د پوليسو او انتظاميې په مرسته دغه هدايات عملي کوي خو اولس هم بايد د حکومت له خوا ورکړل شوي هداياتو باندې عمل وکړي.

په پاکستان کې د کرونا د رنځ ښکار کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی او د دې رنځ نه د مړو شمېر د څلور نيم زره نه زيات شوی دی. د طبي ماهرينو په وينا چې د دې وايرس نه د ځان ساتنې يواځينۍ لار احتياطي ګامونه خپلول دي خو ورسره دا ويره هم ده چې په پاکستان کې په دغه هداياتو عمل نه کېږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی