په امرتسر کې د پېښور هغو سېکهانو ته چې په پنجاب کې مړه شول، دعاګانې وشوې
د هند په امرتسر ښار کې سېکهانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د هغو پېښوري سېکهانو په یاد دعاګانې وکړې چې د جمعې په ورځ په پاکستان کې د یو اورګاډي او مساپر وړونکي ګاډي د ټکر له امله مړه شوي و.
دا پېښه هغه مهال وشوه چې د پاکستان د پنجاب ایالت په شیخو پوره سیمه کې د شاه حسین ایکسپریس په نوم اورګاډی د سکهانو په یو کوسټر ګاډي ولګېد.
د هند په امرتسر کې د اکالي دال په نوم د یو ځایي ګوند مشر تلبیر سېنګ ګېل وویل: "مونږ د هغو کم از کم نولسو سېکهانو دپاره د دعاګانو دستوره جوړه کړې کوم چې د پاکستان په شیخو پوره کې د سانحې له امله مړه شوي دي. رب دې دوی وبخښي او کورنیو ته یې سکون ورپه برخه کړي."
په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په دې پېښه خفګان څرګند کړې او اړوند چارواکو ته یې د پېښې زیانمنو خلکو ته د عاجلو مرستو رسولو امر کړی دی.
د چارواکو په وینا د جمعې ورځې په پېښه کې ۱۹سکهان او اته تنه نور سخت ژوبل شول.
د پولیسو وینا وه چې مړه شوي کسان، ټول د پېښور اوسېدونکي و چې د ننکانه صېب له زیارته فاروق آباد ته روان و. په پېښور کې قریب څلوېښت زره سېکهان ژوند کوي.