شاته

هند کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ زره کسان په کرونا اخته شوي

د هند د روغتیا وزارت د جولای په پنځمه (چنګاښ ۱۵) وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پدې هیواد کې ۲۵ زره تنه په کروناویروس اخته شوي او ۶۱۳ تنه ددې ناروغۍ په وجه مړه شوي دي.

هندي مقاماتو خبرداری ورکړی چې ښایي د روانې میاشتې تر پایه پدې هیواد کې څه دپاسه ۵۰۰ زره نور کسان هم په کووید۱۹ ناروغۍ باندې اخته شي.

متخصصین وایي چې د اسیا په جنوبي هیوادونو کې په کروناویروس باندې د اخته کسانو شمیر له هغه زیات دی چې په رسمي توګه یې رپوټ ورکول کیږي.

د نویو پیښو په ثبتیدو سره په هند کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر څه دپاسه ۶۷۳ زرو ته ورسید او د مړینو شمیر یې له ۱۹۲۶۸ تنو اوښتی دی.

هند د کروناویروس په وجه د رامنځ ته شوي اقتصادي کړکیچ له امله سخت لګول شوي محدودیتونه ورو ورو له منځه یووړل. خو بیا هم ښوونځي، ښاري ترانسپورت، سینماګانې، ورزشي کلبونه او د لامبو حوضونه تړلي دي او همداشان نړیوال پروازونه هم تر اوسه ندي پیل شوي.

دا پداسې حال کې دي چې هندي مقاماتو په نوي ډهلي کې د کروناویروس د قرنطین د یو ستر مرکز او د یو ۱۰ زره بستریز روغتون د جوړیدو خبر ورکړ.

هغه اسانتیاوی چې په نوي ډهلي کې رامنځ ته شوي د فوټبال د ۲۰ میدانونو په اندازه پراخ دي چې د کروناویروس د کمزوري علایمو لرونکي ناروغان په کې درمل کیږي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او ژر په وبا بدل او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې جولای پنځمې تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۵۳۱ زره کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او څه دپاسه ۱۱ میلیونه او ۲۸۱ زره کسان پدې ویروس اخته دي.