شاته

پاکستان کې د ګرانۍ کچه د لس فیصده نه اوښتې

په پاکستان کې د روان کال د جون د مياشتې تر پايه د ګرانۍ کچه د 10 فيصد نه اوړېدلې ده. د حکومت د تازه ورکړل شوو شمېرو تر مخه حکومت د ګرانۍ کچه د ټاکل شوي 8.5 فيصده حدف پورې ساتلو کې ناکامه شوی دی.

شمېرې ښيي چې د خوړو [خوراکي] توکو بيعې د مالي کال جولايي 2019 نه تر جون 2020 پورې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لوړې شوي. او دا هم وايي چې د خوړو توکي په کليوالو سيمو کې 15 فيصده او په ښاري سيمو کې نزدې 13 فيصده لوړې شوې دي.

په پاکستان کې په حکومتي کچه د ګرانۍ د پېمانه کولو لپاره په جوړه ټوکرۍ [باسکټ] کې د خوړو څښکلو د توکو برخه 34.5 فيصده جوړېږي. د خزانې وزارت وايي د د خوراکي توکو په اوړو راوړو کې د بد نظمۍ او ذخيره اندوزۍ له امله د خوراکي توکو بيعې لوړې شوې دي. په پرله پسې د ګرانۍ د زياتېدو سره سره پاکستان په نوي مالي کال کې د ګرانۍ حدف 6.5 فيصده ټاکلی خو د اقتصاد پوهان وايي چې په مشکله به د ګرانۍ کچه دغه نوي ټاکل شوي حدف ته ټيټه شي.

د کرونا وبا راتلو سره د تېرو درې مياشتو راهیسې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه کمه شوې وه خو اوس څېړنکاران او ماهرين د ګرانۍ بيا د زياتېدو ويرې څرګندوي.

د اقتصادو ماهر او خبريال وکيل رحمان وايي د حکومت له خوا د سود شرح کمه شوې، د تېلو بيعې بيا لوړې شوي چې اثر به يې روانه مياشت او راتلونکې مياشتو کې په عام اولس پرېوځي.

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي په کال 2019-20م کې مجموعي ګراني کچه د 10.76 فیصده نه کمه شوې نه ده او د دې نه وړاندې په کال 2011-12م کې په ټول ملک کې 11.01 فيصده رېکارډ شوې وه.

د اقتصاد ماهر لحاظ علي بيا دريځ لري چې په تېرو درې مياشتو کې د ګرانۍ کچه راکمېدل د خلکو د اخستلو د توان سره تعلق لري ځکه چې د کرونا وبا له امله اقتصادي هلې ځلې بندې شوې وې او د خلکو د شيانو د اخستلو توان کم شوی ؤ.

نوموړی زياتوي چې په دې وختونو کې د حکومت له خوا د بجلۍ او ګېس بلونه اخستل بند شوي وو خو اولس اوس هم د دې بلونو د ورکولو توان نه لري چې اغېز به يې په راتلونکي وختونو کې هم ښکاره کېږي.

څېړنې وايي د کال 2020م د فرورۍ په مياشت کې د ګرانۍ شرح 12 اعشاريه څلور فيصده وه خو د کرونا وبا له امله د مارچ په مياشت کې دا ګراني لس اعشاريه څلور فيصده ته کمه شوې وه.

هم دا رنګ په اپرېل کې د ګرانۍ شرح اته اعشاريه پينځه فيصده وه او له هغې وروستو د حکومت له خوا د سود شرح د 13.25 ا فيصده نه اووه فيصده ته راکمه کړی شوې ده.

د حکومت له خوا د کال 2019 او 20م لپاره د ګرانۍ مجموعي شرح 9.1 فيصد ټاکل شوې وه خو پرله پسې په درې مياشتو کې د کمي باوجود دغه هدف نه دی ترلاسه شوی.