شاته

چین ته په اشاره هندي وزیراعظم وايي د سرحدونو د پراخوولو وخت تېر دی

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي چین سره په سرحد د ورستي تاو تریخوالي په اړه ویلي د توسیع پسندۍ زمانه ختمه شوي‌ ده.

نرندره مودي دا خبره د همالیه په لداخ سیمه کې د چین سره په پوله پرځای شويو د زرګونو په شمېر کې هندي ځواکونو سره د لېدو په غرض د جمعې په ورځ د غیر اعلان شوي سفر په مهال وکړه.

بینجنګ ته په غیر مستقیم ډول اشاره کې نرندره مودي وویل دا د پرمختګ دور دی او تاریخ ګواه دی چې هغه قوتونه چې خپل سرحدونه پراخول غواړي هغو ماتی خوړلی او یا مجبور کړی شوي دی چې د توسیع پسندۍ نه په شا شي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي لداخ ته د رسېدو وروسته د هندي وزیراعظم سیمې د سفر اعلان شو چې ښايی هدف یې چین ته څه پیغام ورکول او د هندي ځواکونو حوصله پورته کول وو.

لداخ ته د نرندره مودي د سفر نه دوه هفتې وړاندې په سرحد د چین او هندي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس جنګ کې ۲۰ هندي عسکر وژل شوي دي چې په نتیجه کې یې په اېټمی وسله سنبال دواړو ملکونو ترمنځ په تېرو څو لسیزو کې بدترین تاوتریخوالی راپارېدلی دی.

چين په خپله غاړه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. دواړو ملکونو په یو بل جګړې د راپارولو الزامات لګولي دي.

د دواړو ملکونو په منځ کې د می د میاشت راهسې پس له هغې تاوتریخوالی زیات شوی چې هندي مامورینو وویل چینايي عسکرو په درېو ځایونو کې هندوستان علاقې ته داخل شوي او هلته یې خېمې او نورې ودانۍ جوړې کړي. بیجنګ دا خبره ردوي.

هندي عسکرو ته وېنا کې نرندره مودي وویل هندي ځواکونو هغه خلکو ته مناسب ځواب ورکړی چې بریا یې غوښته او د هندوستان دښمنانو د هغه په وینا اور او قهر ولیدلو.

هندي وزیراعظم وویل هندوستان همېشه د امن لاره غوره کړې ده خو هغه چې کمزوري وي امن نشي شروع کولی او د امن دپاره حوصله او زړه ورتیا بنیادي خبره وي.

بلخوا په بیجنګ کې د چین خارجه وزارت وویل تاور تریخولي د کموولو دپاره دواړو ملکونو مذاکرات شروع کړي دي.
د چین د خارجه وزارت ترجمان ژاو لیجیان یوې خبري غونډې ته وویل د تاوتریخوالي د کموولو دپاره دواړه ملکونه په سفارتي او پوځې کچه د یو بل سره په رابطه کې دي او فریق هم باید داسې ډول ګام وانخلي چې کړکیچ بیا زیات شي. د دواړو ملکونو ترمنځ د خبرو ورستی دور دا هفته سر ته ورسېدو.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم په چین او هندوستان د تاوتریخوالي د کموولو غږ کړی دی.