شاته

امریکایان د هېواد د ازادۍ ورځ د کرونا وایرس د سېوري لاندې نمانځي

د جولای څلورمه د امریکې د ازادۍ نېټه ده.

امریکایان سږ کال د ازادۍ دا ورځ په داسې حال کې لمانځي چې کرونا وایرس له امله د اتش بازۍ نندارې به په روایتي کچه لوې نوي، د سمندر زیاتره ساحلونه او ډیر ېسټورانټونه به بند وي او د ملک په ۴۰ ریاستونو کې د کرونا وایرس کېسونه مخ په زیاتېدو دي.

صدر ډانلډ ټرمپ به د جمعې په ورځ د ساوت ډکوټا ریاست کې په ماونټ رشمور کې د اتشي بازۍ ننداره کوي.

د خالي، شنبې، په ورځ به د سرښار واشنګټن په نېشل مال مېدان کې د اتش بازۍ او د هوايي جهازونو د پروازونو ننداره کیږي.

ای پي وايي د صدر ټرمپ انتظامیي ویلي په واشنګټن کې د سږ کال د اتش بازۍ ننداره به په ورستي کلونو کې تر ټولو لویه وي او په دې موقع به خلکو ته درې لکه ماسکونه هم ورکول کیږي.

ای پي وايي په واشنګټن کې د ازادۍ دستوره به د ښار میر یا ښاروالې د اعتراض باوجود کیږي. میر مېریل باورز ویلي خلک دې د ځانونو نه خپله پوښتنه وکړي چې آیا دوی غواړي چې داسې ځای ته ورشي چې سماجي فاصله پکې نشي ساتل کیدی؟

د کال ١٧٧٦ د جولايي په څلورمه نېټه امریکايي ریاستونو د برطانيي نه د ازادۍ اعلامیه اعلان کړه. د امریکې په تاریخ کې دغې اعلامیي ته "ډېکلېرېشن اف انډېپنډېنس" ویل کېږي.

د جولای په څلورمه نېټه په امریکا کې په قامي کچه رخصتي وي. سږ کال د رخصتۍ دا ورځ جمعه وه ځکه چې خالي په ورځ هسې هم د هفتې په ختمیدو رخصتي یا ویک اېنډ وي.

په روایتي توګه د ازادۍ د ورځ په مناسبت د سرښار واشنګټن په شمول د امریکې په ګوټ ګوټ کې اتش بازي، پریډونه او نورې دستورې کېږي. د واشنګټن اتش بازۍ د نندارې دپاره د جولای څلورمې په ماښام په زرګونو خلک ښار کې راجمع کیږي.



په هغو څلوېښتو ریاستونو کې چې د کرونا وایرس پکې مخ په زیاتېدو دی ګورنرانو یا والیانو او حکومتي چارواکو په ولس غږ کړی چې د ګڼې ګوڼې ځایونو کې دې ماسکونه لګوي او د ازادۍ ورځ دې په کور ولمانځي او په کورونو کې دې هم لوې محفلونه نه کوي.

د کېلېفورینا ریاست اوسېدونکي اېشلی پېټرز وايي هرکال په کور کې د ازادۍ د ورځ په مناسبت د ۱۰۰ نه زیاتو کسانو مېلمستیاه کوي او موسیقي غږوي کوي، ایسوسي اټېډ پرېس خبري ادارې ته یې وویل چې سږ کال به یې د ازادۍ ډیر رونقه وي، د ګڼو خلکو پرځای یې یوازې یو څو کسان رابللي دي.

ماهرین وايي د ازادۍ د ورځ په ویک اینډ یا د هفتې په اخېره کې که د پریډونو او محفلونو په موقع د خلکو ګڼه جوړیږي نو د کرونا وایرس په چټکتیا د خپرویدو خطر به هم زیاتېدي.

ماهرین وايي که خلک په یو شمېر کې په کوم محفل کې یوځای کېږي هم نو یو بل ته دې لوښي،قاشوغي او داسې نور شیان نه ورکوي ځکه چې کرونا وایرس هم د دې له امله خوریږي.

د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه د جمعي په ورځ په امریکا کې د کروناد وایرس ۵۲۳۰۰ نوي کېسونه رپورټ شول.

ای پي خبري اداره وايي‌ که څه هم په ګڼو ریاستونو کې کرونا وایرس پېښې مخ په زیاتېدو دي، روایتي پرېډونه او اتش بازي به د نورو کلونو په ډول نه وي خو دا ورځ په لمانځل کیږي. په اوهایو ریاست کې د ازادۍ پریډ به په اوږدو لارو تېریږي چې دا ډول د کرونا وایرس د خطر په سبب د خلکو ډیره ګڼه په یو ځای جوړه نشي.

د مېکسیکو کې په ابکریکې ښار کې به اتش بازي د څلورو ځایونو نه کولی شي چې دا رنګ خلک په یو ځای د جمع کېدو پرځای د خپلورونو نه دا ننداره وکتلی شي.