شاته

میانمار کې د ځمکې ښوېیدو پېښه کې څه باندې ۱۷۰ کسان مړه شوي

په میانمار کې چارواکي وايي د ځمکې ښوېیدو په پېښه کې څه باندې ۱۷۰ کسان مړه شوي چې اکثریت یې بې وزله کاریګر دي.

مړه شوي کسان د میانمار په شمال کې د شنو قیمتي ‌ډبرو د یو کان په سپړلو بوخت وو چې یوه غونډۍ پرې غورځېدلې.

له پېښې وروسته سیمې ته ماشینونه لیږدول شوي چې تر خاورو او ډبرو لاندې مړه شوي‌ کسان وباسي.

چارواکي وايي تر دې دمه ۱۷۲ مړي ایستل شوي دي. دوی د جمعې په ورځ په یو ډله ییز قبر کې ښخ کړل شول.

اسوشییتدپرس د چارواکو له خولې لیکلي دي‌ چې ډېری مړي نه پېژندل کیږي او د نورو مړو ایستل روان دي.

دا پېښه تېره ورځ جولاۍ۲ (چنګاښ۱۲) شوې ده. چارواکي وايي تر موسمي بارانونو وروسته د خټو او تېږو سیلاب د دغو قیمتي ډبرو پر کان کېندوتکو ورغلی او یوه غونډۍ یې پرې نړولې او هغوی ترې لاندې شوي دي.

دا سیمه د چین د کاچین له ایالت سره سرحد لري. ډېر کان کېندونکي بې وزله کډوال دي چې غواړي د کانونو د کېندنو له لارې پېسې پیدا کړي او پرې وپايي.

راپورونه وايي دلته هرکال د میلیونونو ډالرو په ارزښت قیمتي ډبرې ایستل کیږي او هرکال دغلته لسګونه کان کیندونکي هم مري.

دا پېښه په میانمار کې د خپل ډول لومړۍ پېښه بلل کیږي چې په یو وار په کې دومره ډېر کسان مړه شوي دي