شاته

کروناویروس؛ کابل کې یوه فابریکه په خلکو وړیا اکسیجن ويشي

په کابل کې د اکسیجن د تولید د یوې فابریکې مشر وایي چې د کروناویروس له خپرېدو وروسته یې خلکو ته د اکسیجن وړیا ویشل پیل کړي ‌دي.

د دغې فابریکې مشر نجیب الله صدیقي وایي چې اوه کاله مخکې یې په حکومتي ادارو کې د فساد د موجودیت او برېښنا د نشتوالي له کبله خپله فابریکه وتړله، خو د کروناویروس له خپرېدو وروسته یې بېرته پرانیستله چې له "خلکو سره مرسته" وکړي.

ښاغلی صدیقي وویل: "یو کس مې ولیده چې ښځه یې د کرونا ویروس له کبله مړه شوې وه او ډېر یې ژړل. له دغې پېښې وروسته مې پرېکړه وکړه چې د اکسیجن د تولید فابریکه بېرته فعاله کړم. "

نوموړی وایي چې هره ورځ د کابل په ښار کې د هغه د فابریکې مخې ته د خلکو لیکې جوړې وې چې په وړیا ډول خپل بالونونه له اکسیجنو ډک کړي. افغانستان د کروناویرس پر مهال د اکسیجن له سخت کموالي سره مخامخ دی.

دا مهال په افغانستان کې د اکسیجن د یو بالون قیمت ۲۰زره افغانۍ دی چې قیمت یې لس برابره زیات شوی دی. د بالون بیا ډکول په ۲۰۰۰ افغانیو کیږي چې دا قیمت هم د پخوا په پرتله پنځه برابره لوړ شوی دی.

یو شمېر ښاریان هټیوال تورنوي چې نرخونه یې لوړ کړي او وايي حکومت مسؤل دی چې باید کافي اکسیجن پیدا او تولید کړي.

د بلال حمیدي په نامه یو کس چې له دغې فابریکې څخه د وړیا اکسیجن ترلاسه کولو لپاره په لیکه ولاړ و، وویل چې ورور یې په کرونا اخته دی او اکسیجن ته ضرورت لري.

نوموړي اسوشیتډپرس ته وویل: "دا فابریکه واقعآ لوی کار کوي چې خلکو ته وړیا اکسیجن ورکوي. "

د فابریکي‌ مشر نجیب الله صدیقي وايي چې د فابریکې له تړلو وروسته یې وسایل خرڅ کړي نه وو. دا فابریکه ۱۲ کارکوونکي لري چې د ورځې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ په وړیا ډول د اکسیجن بالونونه ډکوي.

دغه فابریکه همدغه راز هره ورځ د کابل ځینو روغتونو او هټیوالو ته د اکسیجن شاوخوا ۷۰۰ بالونونه ډکوي او وايي چې له هغوی څخه د هر بالون په سر ۳۰۰ افغانۍ اخلي.

دا په داسې حال کې دي‌ چې په افغانستان کې د کرونا له کبله تر دې دمه ۸۱۹ کسان مړه شوي‌ او څه باندې ۳۲۳۰۰ نور په دغه ویروس اخته دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا له کبله تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۲۰ زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۱میلیون نور پرې اخته شوي دي.