شاته

ناروغ زوم د خپل واده څه دپاسه ۱۰۰ میلمانه په کرونا اخته کړل او پخپله هم مړ شو

د هند په بیهار ایالت کې د څه دپاسه سلو تنو د کروناویروس معاینه هغه وخت مثبته ثابته شوه چې هغوی د یو کس د واده په مراسمو کې او بیا د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ. ویل کیږي چې دغه زوم د واده پر وخت په کروناویروس اخته و او په همدې وجه مړ شو.

د هند د بیهار ایالت مقاماتو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه ۲۶ کلن کس د جون په ۱۵ د واده پر وخت د کروناویروس علایم درلودل او هغه واده دوه ورځې وروسته مړ شوی و.

د بیهار ایالت د مرکز پټنا د عامه روغتیا رئیس راج کیشور چوهدري وویل: "تر اوسه ۱۱۱ کسان چې په واده او یا جنازه کې یې ګډون کړی و مثبت تشخیص شوي دي...ټول نور ګډون کوونکي په نښه شوي او دا مهال قرنطین شوي دي. "

ډاکتران ډاډه ندي چې آیا زوم ددغې ساري ناروغۍ منبع وه او که نه، ځکه د هغه مړی د لابراتواري معاینې دمخه د هندي رسم له مخې سوزول شوی و. خو ښاغلي چوهدري وویل ټول هغه ۴۰۰ تنه چې په واده او جنازه کې یې برخه اخیستې وه قرنطین شوي دي.

زوم چې د کمپیوتر د سافت ویر انجینر و، یوه اونۍ مخکې له ډهلي څخه کور ته تللی و او د واده پر وخت یې د کروناویروس علایم درلودل.

هغه د څه وخت لپاره په روغتون کې بستر و خو کورنۍ یې د واده لپاره له روغتون نه د هغه د رخصتولو اجازه اخیستې وه.

د هغه په واده کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو او په جنازه کې یې ۲۰۰ کسانو ګډون کړی و.

مقامات وایي د ناوې په ګډون د هغې د کورنۍ د ټولو غړو د کروناویروس معاینې منفي دي.

په هند کې د لګول شویو محدودیتونو پر اساس د واده په مراسمو کې د ګډون کوونکو اعظمي شمیر ۵۰ تنه او په جنازه کې ۲۰ تنه دی.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې تر سهاره جولای دوهمې پورې په هند کې څه دپاسه ۶۰۴ زره کسان په کرونا اخته شوي او څه دپاسه ۱۷۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

بیهار د هند د ناداره ایالتونو له ډلې څخه دی چې ۱۲۰ میلیونه نفوس لري. تر اوسه پدې ایالت کې ۱۰ زره کسان په کرونا اخته شوي او ۶۲ تنه یې مړه شوي دي.

کروناویروس لومړی ځل د تیر کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د نن پنجشنبې جولای دوهمې تر سهاره پورې په نړۍ کې لس میلیون ۷۱۶ زره کسان په کرونا اخته شوي او ددې جملې نه ۵۱۶ زره او ۷۲۶ تنه مړه شوي دي.