شاته

د ماسک تړلو په اړه د روغتیا سازمان نوې تګلاره 

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ماسک تړلو او د یو بل ترمنځ د فاصلې ساتلو په اړه نوې سپارښتنې او لارښوونې کړي دي.

د دغه سازمان مشر تیدروس ادهانوم غیبریسوس وویل: "نویو شواهدو ته په کتو، د روغتیا نړیوال سازمان حکومتونو ته سپارښتنه کوي چې باید خپل وګړي هغو عامه ځایونو کې د ماسکونو تړلو ته وهڅوي چې پکې د یو بل ترمنځ‌ فاصله ساتل ستونزمن او د کرونا ویروس د خپرېدو کچه لوړه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې سپارښتنه کړې وه چې یوازې ناروغان او د ناروغانو پالونکي دې ماسکونه وتړي.

ښاغلي غیبریسوس تېره ورځ د جون څلورمه (غبرګولي۱۵) خبریالانو ته دا څرګندونې کړي دي.

دا مهال د نړۍ په تقریبآ ټولو کروناځپلیو هېوادونو کې خلک ماسکونه تړي‌ او د یو بل څخه د فاصلې په ساتلو مجور کړل شوي ‌دي.

په همدې حال کې امریکا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې کاروبارونه بېرته پرانیستل شوي او د قرنطین شرایط هم اسان شوي‌ او مخ په کمېدو دي.

خو په افغانستان کې د کابینې د نوې طرحې له مخې تر دریو نورو میاشتو پورې ښوونځي، پوهنځي، دولتي‌ او خصوصي ادارې او نورې لویې غونډې ځنډول شوي دي.

اخوا نن د نړۍ ۲۰ لویواقتصادونو هیوادونو (G20)د کروناسره د مبارزې لپاره د ۲۱ میلیارد ډالرو د مرستو ژمنه کړې ده.

دغې ډلې د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې دا مرستې به د کروناویروس د تشخیص، واکسین جوړولو، د ناروغانو په درملنې، تحقیق او څېړنې کې لګول کیږي.

د ولسمشر ټرمپ‌ ادارې پنځه شرکتونه مشخص کړي چې ښايي تر نورو ژر د کروناویروس ضد واکسین ترلاسه کړي. دا شرکتونه مدیرنا، استرازینتیکا، جانسن ایند جانسن، میرک او پی فیزرنومیږي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا له کبله تر دې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۳۹۴زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۶.۷ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

دا ویروس په لومړي ځل د چین د ووهان په ښار کې خپور. د تلفاتو له پلوه د امریکا متحده ایالتونه اول، برتانیا دویم، برازیل او ایټالیا درېم او څلورم هېوادونه دي.