شاته

د جورج فلویډ د وژل کیدو په ضد نړۍ کې اعتراضونه روان دي

له متحده ایالاتو څخه نیولې تر مکسیکو او هسپانیې پورې، زرګونه کسانو امریکايي جورج فلویډ ته د درناوي په هدف لاریونونه وکړل.

جورج فلویډ د (مې په ۲۵) د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د یوه سپین پوستي پولیس له خوا تر توقیف وروسته مړ شو. پولیسو د هغه په ستوني‌ پښه اېښې وه او بیا وروسته روغتون کې ډاکټرانو وویل چې هغه مړ شوی.

د هغه مرګ له امله د نړۍ په کچه لاریونونه پیل شوي او په زرګونه کسان د نژادي تبعیض او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د آسترالیا په لوی ښار سدني کې هم په لس ګونه زره کسانو د پولیسو په قید کې ځايي افرادو د وژل کیدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

که څه هم د آسترالیا لومړي وزیر سکاټ مورسن له خلکو غوښتي وو چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله په مظاهرو کې برخه وانخلي خو خلکو دې غوښتنې ته پام ونکړ او د امریکا له مظاهره کوونکو سره یې همغږي وښوده.

د هسپانیا په بارسلونا ښار کې هم له زرو څخه ډیر خلک د یووالي د څرګندولو لپاره راټول شوي وو، شمعې بلې کړې وي او شعارونه بیلابیل شعارونه یې ورکول.

په مکسیکو ښار کې هم، په سلګونو کسانو جورج فلویډ ته د درناوي مراسم جوړ کړل، لیویس کرن وویل:"موږ باید خلکو ته ووایو چې د تورانو ژوند هم ارزښت لري."

د غونډو تنظیم کونکو د نورو هغو تور پوستانو نومونه هم ولوستل چې د جورج فلویډ په څیر د پولیسو لخوا مړه شوي.