شاته

د کرونا تازه پېښې او د قرنطین غځولو په اړه د افغان کابینې نوې طرحه

له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د افغانستان کابینې د ټولو دینې مدرسو، ښوونځیو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو رخصتي تر راتلونکو دریو نورو میاشتو پورې هم وغځوله.

د کابینې د طرحې په اساس یاد مرکزونه یوازي کولای شي خپل فعالیتونو ته په انلاین او غیر حضوري توګه دوام ورکړي.

افغان حکومت نن شنبه (غبرګولې ۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي که تر درې میاشتې وروسته وضعیت سم شو، کابینه به د تعلیمي مرکزونو د بیرته خلاصولو په اړه پرېکړه وکړي.

د افغان حکومت د نوي طرحې په اساس سر له سبا په ټولو عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل هم اجباري کیږي.

همدغه راز د کرونا ویروس مخنیوي لپاره باید دوه متره فاصله مراعت شي، له لسو څخه زیات کسان یو ځای راټول نشي، د زاړه عمر کسان باید کورنو څخه ونه وځي او کاري ځایونو کې باید کرونا ضد مواد وپاشل شي.

د دغه طرحې په اساس د ودونو صالونونه، ورزشي صالونونه، تفریحي پارکونه هم تر دریو میاشتو پورې بند دي او د فاتحو مراسمو په ګډون د فرهنګي مراسمو په مناسبت ناستې هم بندې دي.

په دغه طرحه کې ویل شوي چې رستورانتونه او نور اړوند خوړنځایونه یوازې خپلو مشتریانو ته د غذا انتقالولو په اساس فعالیت کولای شي.

همدارنګه د نوې طرحې په اساس د ښاري بسونو په ګډون د ټولو هغو وسایطو پر فعالیت بندیز لګول شوی چې له څلورو تنو څخه زیات کسان پکې انتقالیږي.

د کرونا نوې پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۸۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۷۵۱ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۵۸۲ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه جون شپږمه (غبرګولې۱۷) ویلي چې په دې نویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۵۵۱تنو ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۱۶۱ کابل،۱۹۳ هرات،۷ کندهار،۴۶ بلخ،۱ پکتیا،۲۳ ننګرهار،۱۱۷ نیمروز،۱۵لغمان،۱۴ غور،۵ کونړ، ۲ هلمند، ۲ نورستان او شپږ هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

په تیره یوه شپه او ورځ کې په پنځو ولایتونو کابل، هرات، نیمروز، کونړ او هلمند کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۲۷ تنو ته لوړ شو.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن شنبې تر غرمې جون شپږمه (غبرګولې۱۷) پورې ۳۹۴۷۸۶ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.