شاته

کروناویروس امریکا کې په یوه ورځ نژدې ۱۰۰۰ کسان مړه کړي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له کبله۹۳۳ کسان مړه شوي‌دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس تر دې دمه د امریکا په متحده ایالتونو کې تر بل هر هېواد ډېر کسان مړه کړي.

د شنبې تر ورځې جون شپږمه (غبرګولي۱۶) پورې په امریکا کې شاوخوا ۱۰۹۰۰۰ کسان مړه شوي چې یوه په درېیمه یې په نیویارک کې دي.

همدغه راز نژدې ۱.۹ میلیون نور کسان په امریکا کې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د ایالتونو په والیانو غږ کړی دی چې کاروبارونه بېرته پرانیزي او د قرنطین بندیزونه اسانه کړي.

نوموړي تېره ورځ په سپینې ماڼۍ کې وویل چې امریکا له دغې وبا څخه په تېرېدو ده او باید د قرنطین شرایط نرم کړل شي.

هغه څه موده مخکې ویلي وو چې دا پرېکړه د ایالتونو والیانو ته پرېږدي چې څنګه او کله بېرته عادي ژوند او کاروبارونه پيل کړي. خو د یو شمېر ایالتونو والیان وايي‌ چې لا هم د کرونا خطر جدي دی او دوی د کاروبارونو بېرته پرانیستلو ته چمتو نه دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د مخنیوي او کنترول مرکز خبرداری ورکړی و چې د قرنطین او محدودیتونو په بیا لېرې کولو کې بېړه او بې غوري ښایي نورې وباوې وزېږوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې وار د مخه کاروبارونه، عبادت ځایونه، ساحلونه، رستورانتونه او مۍ خانې پرانیستل شوي دي.

خو چارواکي په خلکو ټېنګار کوي چې باید ماسکونه وتړي او د یو بل ترمنځ فاصله وساتي چې د کروناویروس د لا خپرېدو مخه ونیول شي. په امریکا سربېره ځینو نورو هېوادونو هم د قرنطین بندیزونه کم کړي دي.

د کروناویروس له امریکا ورسته په برتانیا او برازیل کې ډېر کسان مړه کړي. په برتانیا کې نژدې ۴۰زره کسان او په برازیل کې څه باندې ۳۴زره کسان مړه شوي‌دي. په ایټالیا کې بیا نژدې ۳۴زره کسان ددغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې یې څه باندې ۳۹۴زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۶.۷ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي.