شاته

کشمېر کې په ماشومانو جنسي تېري کوونکي خصي کیږي

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې په ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته نوې او سختې سزاګانې ټاکل شوي دي.

له هغه وروسته چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې په ماشومانو د جنسي تیریو پېښې زیاتې شوې، د تېري کوونکو لپاره په قانون کې نوې سزاګانې وټاکل شوې.

په نویو سزاګانو کې د تېري کوونکو "خصي کول، اعدامول، د عمر بند سزا"

او ځینې نورې سختې سزاګانې ټاکل شوي‌ دي.

په قانون کې دا تعدیلات د سیمې د حکومت کابینې تائید کړي‌ دي ‌او تمه کیږي چې راروانه اونۍ به د اسمبلۍ په غونډه کې په لوی اکثریت ومنل شي.

د ماشومانو د خوندیتوب په دغه قانون کې تر ۱۶ کلنو کم عمره انسانان ماشومان تعریف شوي دي. قانون وړاندیز کوي چې په ماشومانو باندې جسني تېري کوونکي به"... د یو مجوز جراح له لوري خصي کیږي..."

نوی قانون وايي چې په ماشوم باندې د جسني تیري د ادعا قضیه به یو لوړ پوړی پولیس چارواکی څېړي او محکمه یې باید په دوو میاشتو کې ختمه شي.

د پاکستان تر ولاک لاندې کشمیر کې د کړکیچ د مخنیوي د چارو وزیر احمد رضا قادري، چې په قانون کې یې نوي تعدیلات وړاندیز کړي، امریکا غږ ته وویل چې د ضرورت په اساس نوې او سختې سزاګانې ټاکل شوي دي.

هغه ویل: "ما تېره ورځ په فیسبوک کې ولیدل چې یو چا د هغو لسګونو ماشومانو لست خپور کړی و چې پرې جنسي تېري شوي. دا پېښې هر چېرته کیږي."

په همدې حال کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د ټولنیزو چارو اداره هیله لري چې نوې سزاګانې به په ماشومانو د جنسي تېري پېښې کمې کړي.

د دغې ادارې مرستیال اسرار احمد وایي چې ډېر کله د ټولنې د شرم او عار له کبله کورنۍ په خپلو ماشومانو باندې د جنسي تېري پېښې نه رسمي کوي.

داسې کوم ارقام نشته چې وښيي په تېر یوه کال د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې په څومره ماشومانو جنسي تېري شوي‌ دي،‌ خو ویل کیږي چې دا پېښې هلته خورا زیاتې دي.

څو ورځې مخکې سلګونو کسانو مظاهره وکړه او د هغه ښوونکي د نیولو او محاکمې غوښتنه یې کوله چې پر یو ماشوم باندې په جنسي تېري تورن دی.