شاته

اندونیزیا کې دوه کسان د "زنا" په تور په درو ووهل شول

په اندونیزیا کې چارواکو یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې د "زنا" په تور سل، سل درې ووهل.

دغه کار د جمعې په ورځ د مۍ پنځمه (غبرګولي۱۶) د اندونیزیا په یو محافظه کاره ایالت "آچه" کې شوی.

د اسلامي شریعت په اساس " له نکاح پرته د ښځې او سړي مقاربت" د شریعت خلاف بلل کیږي او عاملینو ته یې سزا ټاکل شوې ده.

آچه په اندونیزیا کې یوازینی ایالت دی چې "اسلامي‌شریعت" پلی کوي او د قمار، شراب څښلو او لواطت سزاوې هم پکې درې وهل دي.

سره له دې چې په اندونیزیا کې د کروناویروس له کبله اعلان شوی قرنطین او محدودیتونه په خپل ځای دي، خو حکومت خلکو ته اجازه ورکړې وه چې د پيښې ځای ته ورشي او په درو د دغو کسانو وهل له نژدې وویني. خو د دولت د اجازې سربیره د کروناویروس د خپرېدو له ویرې کم خلک لیدو ته ورغلي وو.

په "زنا تورن" کسان په نۍ یا د نۍ په لرګیو ووهل شول. یو بل کس هم چې له یوې نجلۍ سره په یو هوټل کې د جنسي مقاربت په تور نیول شوی و،۴۰ درې ووهل شو. نجلۍ ځکه وبخښل شوه چې عمر یې کم و.

د بشري حقونو ډلې د اندونیزیا په آچه ایالت کې په درو د تورنو کسانو وهل غندلي دي. په دغه ایالت کې تر دې مخکې هم د "زنا او شرابو" په تور نیول شوي کسان په درو وهل شوي دي.

اندونیزیا یو اسلامي‌ هېواد دی او د نفوس له پلوه د اسلامي‌ هېوادو په سر کې ځای لري.