شاته

امریکايي ځواکونو په طالبانو هوایي بریدونه کړي

په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونه وایي چې په کندهار او فراه ولایتونو کې یې په وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي‌ دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت د جمعې په ورځ مۍ پنځمه (غبرګولي۱۶) یې په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې دا بریدونه نن او تېره شپه شوي دي.

هغه لیکلي دي: "امریکايي ځواکونو د افغانستان په فراه ولایت کې (تېره شپه) د طالبانو په هغې ۲۵کسیزې ډلې چې پر افغان ځواکونو یې د برید تابیا لرله، هوايي برید کړی دی. له غرمې وروسته امریکايي ځواکونو په هغو وسله والو طالبانو یې هم هوايي بریدونه کړي چې په کندهار کې یې د افغان پولیسو په پوستو بریدونه کړي‌ وو."

لا معلومات نشته چې په دغو تازه هوايي بریدونو کې څومره وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه لیکلي دي: "یو ځل بیا ټینګار کوم چې د امریکا-طالبانو د تړون په اساس: ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي او اجازه دې ورکړي چې د سولې بهیر پر مخ ولاړ شي."

نوموړي ویلي دي‌ چې په اختر کې له اوربند وروسته دا په وسله والو طالبانو باندې د بهرنیو ځواکونو لومړني هوايي بریدونه وو.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر خبرداری ورکړی و که تاوتریخوالی کم نشي، طالبان دې باید د خپلو بریدونو د ځواب په تمه واوسي.

تر دې دمه طالبانو د امریکایي ځواکونو د دغو هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د تاوتریخوالي کمول او د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو سره د ۱۰۰۰ بندي افغان سرتېرو خوشې کول د هغه تړون برخه ده چې امریکا-طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې لاسلیک کړ.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي چې هم د سولې خبرې پیل شي او هم ټولې خواوې د کرونا سره مبارزې ته پام واړوي.