شاته

په سیمه او نړۍ کې د کورونا وروستی حال

واشنګټن: په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۸۵۰۰۰ څخه زیات شوی او د مړو شمېر پکې ۱۷۷۰ ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۸۳۰۰ څخه زیات شوی او د مړو شمېر پکې ۳۰۰ رپوټ شوی.

د افغانستان او پاکستان په ګاونډیو هندوستان او ایران کې هم په کورونا وایرس باندې زیات خلک اخته او ترې مړه شوي دي.

په هندوستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۲۶۰۰۰ څخه اوړي چې تر ۶۳۰۰ زیات یې مړه شوي دي.‌

په ایران کې که څه هم په کورونا د اخته کسانو شمېر له هندوستان څخه کم دی او ۱۶۴۰۰۰ ته رسېږي خو له کورونا څخه د مړو شمېر پکې زیات او له ۸۰۰۰ اوړي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۶.۷ میلینو څخه زیات شوی او د مړو شمېر له ۳۹۳۰۰۰ څخه اوختی دی.

یواځې په امریکا کې په کورونا وایرس باندې له ۱.۹ میلینو زیات خلک اخته او تر ۱۱۰۰۰۰ زیات خلک مړه شوي دي.‌

تر امریکا وروسته په برازیل کې په کورونا وایرس باندې زیات خلک اخته شوي چې شمېر یې له ۶۱۵۰۰۰ څخه اوړي. په دغه هېواد کې تر ۳۴۰۰۰ زیات کسان له کورونا څخه مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو له ډلې څخه تر درې میلینو زیات کسان په بشپړه توګه ښه شوي هم دي.