شاته

جسټس عیسا ته سزا ورکول کیږي او عدلیه د امنیتي ریاست په "ضمیمه" کې بدلولی شي، څیړونکی وايي

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم د دغه عدالت جج جسټس فایز عیسا په اړه په سپریم جوډیشل کاونسل کې د رېفرنس خلاف د مقدمې اورېدنه وکړه.

په جسټس قاضي فایز عیسا چې د بلوچستان دی په سپریم جوډیشل کاونسل کې الزام لګول شوی دی چې د ملک نه بهر د کورنۍ د غړو جایدادونه یې په د تقرري سره تړلو دستاویزاتو کې نه دي څرګند کړي خو څیړونکي په دې اړه پوښتنې راپورته کوي.

د جسټس فایز عیسا په رېفرنس د څیړونکي نظر

سیاستوال او څیړونکی افراسیاب خټک وايي پوښتنه کوي چې د عدالت په توهین کې سزا شوي پخواني پوځي او پخواني صدر پرویز مشرف ته د مفرورتیا اساني ورکړی شوي ده خو یو قابل جج ته د "ناخوښو" قېصلو په سر سزا ورکول کیږي."اعلا عدلیه د امنیت ریاست په ضمیمه کې بدلیږي."

سپریم جوډیشل کاونسل

سپریم جوډیشل کاونسل د اعلا عدليي ججانو د محاسبي اداره ده چې خلک ورته د ججانو د مبینه ناقوني چلند په اړه شکایت ورکولی شي.

په سپریم جوډیشل کاونسل کې د جسټس فایر عیسا د رېفرنس په ضد د هغه په شکایت د سپریم کورټ ۱۰ کسیزه ډله مقدمه اوري چې مشري یې د عمرعطا بندیال کوي.

د وزیراعظم عمران خان په دفتر کې د غیرقانوني اثاثو موندلو څانګه

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سپریم کورټ د ایسېټس ریکوري یونټ، ای یو ار، د کار په اړه پوښتنې وکړې. ای یو ار د وزیراعظم عمران خان د په دفتر کې یوه څانګه ده چې هدف یې په بهرني ملکونو کې د پاکستاني شهریانو مبینه غیر قانونی اثاثې پاکستان ته راوړل دي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د جسټس فایز عیسا د دمقدمې د اورېدنې په مهال سپریم کورټ وپوښتل چې اېف بي ار د ټسکونو سره تړلي معاملات ګوري نو بیا ای یو ار ولې د خلکو معلومات ولې جمع کوي؟

جسټس مقبول باقر وویل د جسټس فایز عیسا د اثاثو نه څرګندولو په معامله کې دا نتیجه څنګه واخیستل شوه چې په دې کې مني لانډرنګ یا غیرقانوني پېسو ته قانوني رنګ ورکړی شوی دی؟ هغه وویل د لندن فلیټونو معامله په کال ۲۰۱۳ کې سر ته رسول شوي ده او د هغه وخت د قانون دلاندې دا مني لانډرنګ نه و.

هغه وویل د دې ټولې معاملې به سنګېنې نتجې راوځي.

د سپریم په مقدمه کې د حکومت نمایندګی فروغ نسیم کوي چې چې څو ورځی وړاندې پورې د وزیراعظم عمران خان په کابینه کې د قانون وزیر و. هغه وویل عدالت ته به په دوو قانوني ټکو دلیلونه ورکوي.

د لس کسیزې عدالتي ډلې مشر جسټس عمر عطا بندیال وویل عدالت د ای اریو په قانوني طریقه کار او د جسټس فایز عیسا په باره کې د صدر د ریفرنس په مبینه بدنیتۍ پوښتنې لري. هغه وویل شکایت صدر ته د لیږلو پرځای ای ار یو ته ولې ترجیح ورکړی شوي ده؟

فروغ نسیم وویل د ای ار یو مقصد د ملک نه بهر اثاثې راوړل دي، په قیام کې یې هیڅ غیرقانوني کار نه دی شوی او دا یونټ یا څانګه د نورو حکومتي ادارو سره په شریکه کار کوي.

جسټس منیب اختر وویل ای ار یو سره دا اختیار نشته چې د ایین د ۲۰۹ مادې لاندې ګامونه پورته کړي. هغه پوښتنه وکړه چې د چا په دماغو کې دا خبره راغله دا د جج د بې قانونه چلند معامله ده؟ د حکومت پاکستان لخوا چا وویل چې دا د مس کانډکټ یا د غیرقانوني چلند مسله ده؟

جسټس منیب اختر وپوښتل چې ای ار یو دا فېصله څنګه وکړه چې دا د جج د مس کانډکټ یا د غیرقانوني چلند مسله ده او د هغو حکومتي شخصیتونو نومونه دې وښودل شي چې فیصله یې کړې چې جسټس فایز غیرقانوني چلند کی دی.

د جسټس فایز عیسا خلاف رېفرنس څه دی؟

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي وفاقي حکومت د سپریم کورټ جج جستس فایز عیسا او د سند هايي کورټ جج جسټس کی کی اغا خلاف سپریم جوډیشل کاونسل ته رېفرنس (شکایت) کړی چې دواړه ججان د ملک نه بهر غیرقانوني اثاثې لري.

جسټس فایز عیسا د هغه خلاف ریفرنس په اړه صدر ته خط لیکلی او د رېفرنس خلاف یې سپریم کورټ ته خواست وکړو. د دغه خواست د اورېدلو دپاره سپریم کورټ د خپلو ججانو لس کسیزه ډله جوړه کړه چې مشري یې جسټس عمر عطابندیال کوي.

د جسټس فایز عیسا وکیلانو منیر ای ملک او بابر ستار خپل دلیلونه مکمل کړي دي او دلیل یې خپل کړی چې د جستس فایز عیسا خلاف رېفرنس د بدنیتي په بنیاد جوړ کړی شوی دی.

په فروغ نسیم د جسټس فایز عیسا اعتراض

د سپریم په مقدمه کې د حکومت نمایندګی فروغ نسیم کوي چې چې څو ورځی وړاندې پورې د وزیراعظم عمران خان په کابینه کې د قانون وزیر و. هغه وویل عدالت ته به په دوو قانوني ټکو دلیلونه ورکوي
د سپریم په مقدمه کې د حکومت نمایندګی فروغ نسیم کوي چې چې څو ورځی وړاندې پورې د وزیراعظم عمران خان په کابینه کې د قانون وزیر و. هغه وویل عدالت ته به په دوو قانوني ټکو دلیلونه ورکوي


د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې ترمخه، جسټس فایز عیسا جسټس عمرعطا بندیال ته یو خواست کې لیکلي چې فروغ نسیم د خپل ځان نه علاوه د حکومتي مامورینو نشي کولی.

د رپورټ ترمخه، جستس فایزعیسا په خپل خواست کې د فروغ نسیم دپاره د انګریزۍ ژبې "ټاوټ" ټکې استعمال کړی چې د بل چا دپاره د پېسو په خاطر خپل خدمات پېښ کوي.

فروغ نسیم د جون د میاشت په لومړۍ نیټه د قانون وفاقي وزیر په توګه د خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.

د جسټس فایز عیسا خلاف شکایت او د یو خبریال کردار

د جسټس فایز عیسا په ضد د اثاثو د صدارتي رېفرېنس په لړ کې حکومت سپریم کورټ ته خپل ځواب ورکړی دی.

د مقدمې د اورېدنې په مهال د سپریم کورټ جسټس منصورعلي شاه وویل د جسټس فایز عیسا خلاف په خواست ډیر په بیړنۍ توګه کار شوی دی او آیا شکایت کوونکي ته د غېب نه معلومات ترلاسه کېږی، په دې ملک کې ډیر کارونه د غېب نه کیږي.

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه، سپریم کورټ ته ورکړی شوي ځواب کې حکومت ویلي چې الزاماتو ته د ځوابونو ورکوولو پرځای جسټس فایز عیسا د عدليي د ازادۍ په شا د پټېدو کوښښ کړی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سپریم کورټ ۱۰ کسیزه ډلې د جسټس عمر عطا بندیا په مشرۍ کې په سپریم جوډیشل کاونسل کې د جسټس فایز عیسا خلاف د رېفرېسن خلاف په شکایت اورونه وکړهږ

د رپورټ ترمخه په رېفرېنس کې په جسټس فایز عیسا الزام دی چې د ملک نه بهر د کورنۍ د غړو په نوم جایدادونو ‌‌‌ذکر یې د ټېکس په دستاویزاتو کې نه دی کړی چې د ججانو دپاره د ضابطه کار خلاف ورزي ده.

اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي دوی به کتنه کوي چې ایا د جسټس فایز عیسا مېرمن او د هغه بچي د هغه په کفالت کې دي او که نا؟ عدالت د جسټس فایز عیسا خلاف د شکایت کوونکي خبریال د باوري توب په اړه هم پوښتنه راپوته کړه.

عدالت وویل وحیډ ډوګر ته د جسټس فایز عیسا د نوم سپېلنګ نه ورځي نو په وېب سایټ یې لټون څنګه کېدلی شي. حکومتي وکېل فروغ نسیم د اپرېل په ۱۰ نېټه صحافي وحید ډوګر د جسټس فایز عیسا خلاف د پاکستان اېسټ ریکوري یونېټ یا ای ار یو ته شکایت لیږلی و. عدالت د ای ار یوو د حېثیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړې. تېره میاشت وحید ډوګر په خپل خط کې ای ار یوو ته په لندن کې د جایدادونو قیمتونو او د جایدادونو د ارزښت په اړه وویل.

جسټس منصور علي شاه پوښتنه وکړه چې د لند د جایدادونو معلومات څنګه په انټرنېټ شایع شي؟ د وحید ډوګر په شکایت د تحقیقاتو اجازت چا ورکړو؟ ای ار یوو په شکایت د پلټنو اغاز څنګه وکړو؟ فروغ نسیم وویل د ۱۹۸۸ نه وروسته راهېسې په برطانیه کې د جایداد په اړه معلوماتو په عامه کچه رسايي کېدلی شي.

جسټس عمر عطا بندیال وویل دا د پېسو او د کرپشن خبره نه ده، په جسټس قاضي فایز عیسا د کرپشن الزام نه دی لګول شوی بلکې الزام دا دی چې د لندن جایداد یې نه دی څرګند کړی.

حکومتي وکیل وویل د جسټس فایز عیسا بچي په کال ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کې د تعلیم نه فارغ شو نو دوی څنګه دومره ګران جایداد اخیستلی شي. هغه زیاته کړه چې په دې کې هیڅ شک نشته چې قاضي کورنۍ مالداره ده خو ریکارډ په زرعۍ ځمکو د ټېکس ادايګي نه څرګندوي.

جسټس مقبول باقر پوښتنه وکړه چې اېف بي ار په دې معامله ولې څه ګام نه دی پورته کړی؟ په دې فروغ نسیم وویل اېف بي ار د ویرې له امله د معزز جج خلاف د ټېکس په معامله څه نه دي کړي.

جسټس مقبول باقر پوښتنه وکړه چې که د اېف بي ار مامورین اقدامات نه کوي نو آیا صدر د قانوني عمل نه مخکې تېرېدی شي؟ جج وویل هر څوک د خپل دریځ بیانوولو حق لري، دا هم کتل دي چې د جسټس فایز عیسا مېرمن او بچي د هغه په کفالت کې وو او که نا؟ جج وویل په دې ټوله معامله کې لنډه لار نشي خپلېدلی.

منصور علي شاه وپوښتل چې خبریال وحید ډوګر ته د جسټس فایز عیسا نوم څنګه معلوم شو؟ خبریال په انګریزۍ کې د جج نوم سم نشي لیکلی؟ هغه د کومې میډیا دپاره کار کوي او ماضي یې څه دی؟