شاته

مایکل روبن: طالبان هغه څه ندي چې ډیپلوماټان یې مونږ ته ښیي

د ملګرو ملتونو د نوي راپور په اساس طالبانو د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره دوه سرې لوبه کړې او له امریکا سره ‌یې د خپلو شپږ میاشتنیو خبرو پر مهال د القاعده شبکې له مشرانو سره سلا مشورې کولې.

د امریکن انترپرایز څیړنیز مرکز نه مایکل روبن د طالبانو په اړه بې باوري ښودلې او خپلې یوې مقالې کې طالبان د حماس او حزب الله د ترهگرو ډلو سره پرتله کړې.

ښاغلي روبن امریکا غږ ته په سکایب باندې مرکه کې وویل چې ځکه یې طالبان د حزب الله ډلې سره پرتله کړي چې دواړه د یوه بل هیواد نیابتي ډلې دي.

روبن زیاتي وایي د حزب الله ډله، د ایران له ملاتړ پرته لږ تر لږه په عملیاتي کچه پایښت نلري.

همداسې طالبان د پاکستان پرته چې ورته اکمالات او عمومي سرپنا ورکړې، ځای نه شي ترلاسه کولی. د روبن استدلال دا دی چې طالبانو ته باید په هغه سترگه وکتل شي چې دوی دي نه په هغه ډول چې دیپلوماتان یې ښیي.

د مایکل روبن سره بشپړ مرکه دلته کتلی شئ.