شاته

ایران کې درې افغان کډوال د موټر سوزیدو په پیښه کې مړه شوي

د ایران د مهریز-یزد په لویه لاره په یوه ټرافیکي پیښه کې لږ تر لږه درې تنه افغان کډوال مړه او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي چې د یو شمیر ټپیانو وضعیت خطرناک ګڼل شوی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې دغه پیښه د چهارشنبې په ورځ د جون په درېیمه (غبرکولي ۱۴) شوې ده او ددې موټر یو شمیر نورې سپرلۍ د ټپي کیدو سره سره د پیښې له ځایه تښتیدلي دي.

په زاهدان کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مهاجرینو چارو مشر مرتضی خرمي رسنیو ته ویلي دي چې دغه موټر کې ۱۴ کسان سپاره وو ۱۳ یې افغانان او یو پاکستانی و چې اور اخیستی دی او په نتیجه کې درې تنه په بشپړه توګه سوزیدلي او نور ټپیان شوي دي.

یو شمیر رسنیو د ژغورل شویو کسانو له خولې لیکلي چې دغه پيښه وروسته له هغې وشوه چې د موټر چلوونکي د موټر د درولو لپاره د پولیسو اشارې ته پاملرنه ونکړه او حرکت ته یې دوام ورکړ. پدغو رپوټونو کې ویل شوي چې موټر د ایراني پولیسو په ډزو کې اور واخیست.

خو د ایران دولتي خبري اژانس د هغه هیواد د مقاماتو له خولې ویلي دي چې دغه موټر د سړک د غاړې د محافظتي اوسپنیزې کټارې سره ټکر کړی دی.

په تهران کې د افغانستان سفارت هم په فیسبوک کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړې ده چې ددې پیښې قربانیان افغان مهاجر دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په زاهدان کې افغان قنسولګري د پیښې د څرنګوالي په اړه ارزونې پیل کړې دي.

دغه پیښه پداسې حال کې شوې چې د ایراني سرحدي ساتونکو له لورې د هریرود په سرحدي اوبو کې د افغان مسافرو د ډوبولو مسله لا هم نده حل شوی.

ددغه سرحدي پیښې یو شمیر ژغورل شویو کسانو ویلي دي چې ایراني سرحد ساتونکو په لسګونو افغانان چې د کار په لټه کې وو او په غیر قانوني توګه ایران ته ننوتي وو له شکنجې او وهلو ټکولو وروسته په هریرود سیند کې ډوب کړي دي.