شاته

په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې د چين نه هم سېوا شوې

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس ۸۵زره۲۶۴ مثبتې پېښې مخې ته راغلي او د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په چين کې تراوسه پورې په ۸۴زره ۱۶۰ کسانو کې د کرونا پخلی شوی دی.

خو کرونا وايرس د پاکستان په پرتله په چين کې زيات خلک مړه کړي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په چین کې د کرونا وايرس نه تراوسه پورې ۴۶۳۸ کسان مړه شوي او په پاکستان کې د مړينو شمېره ۱۷۷۰ ده.

خو بل لور ته په چين کې ۷۹زره ۴۰۴ چې په کرونا وايرس اخته ؤ، ښه شوي دي او په پاکستان کې تراوسه پورې ۳۰زره۱۲۸ کسان ښه شوي دي.

د جون هوپکنز ترمخه کرونا وايرس د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې ۶۵لکه ۱۴زره۳۵۹ کسان اغېزمن کړي دي.

تراوسه پورې په نړۍ کې د کرونا وايرس څخه درې لکه ۸۶زره ۱۱۱ کسان مړه کړي دي.

د کرونا وايرس څخه تر ټولو زيات يو لک ۷زره۱۷۵ کسان په امریکا کې مړه شوي دي، په دوېم نمبر ۳۹زره۸۱۱ کسان په برتانيه او بيا ۳۳زره۶۰۱ کسان په اټلي کې مړه شوي دي.